رییس الوزرا زلزله ځپلو ته یو میلیارډ افغانۍ مرسته منظوره کړه
په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره یو میلیارد افغانۍ نغدي مرستې منظوري ورکړه
په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره یو میلیارد افغانۍ نغدي مرستې منظوري ورکړه
رییس الوزرا له زیانمنو کورنیو سره د ژورې همدردۍ او تسلیت څرګندولو ترڅنګ، زیانمنو ته د رسیدګي لپاره د یو میلیارد افغانیو نغدي مرستې منظوري ورکړې ده. نوموړي د طالبانو لوړ پوړي پلاوي ته دنده سپارلې ده چې زیانمنې شوې سیمې له نږدې وګوري او د قربانیانو له کورنیو سره همدردي او خواخوږي وکړي.
هغه دغه راز د طالبانو حکومتي مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د ټپیانو د درملنې او د یو میلیارد افغانیو نغدي او نورو مرستو د وېش په اړه دې هم بېړنی اقدام وکړي.