رییس الوزرا زلزله ځپلو ته یو میلیارډ افغانۍ مرسته منظوره کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117614-رییس_الوزرا_زلزله_ځپلو_ته_یو_میلیارډ_افغانۍ_مرسته_منظوره_کړه
په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره یو میلیارد افغانۍ نغدي مرستې منظوري ورکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2022 00:47 Asia/Kabul
  • رییس الوزرا زلزله ځپلو ته یو میلیارډ افغانۍ مرسته منظوره کړه

په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره یو میلیارد افغانۍ نغدي مرستې منظوري ورکړه

په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره یو میلیارد افغانۍ نغدي مرستې منظوري ورکړه

رییس الوزرا له زیانمنو کورنیو سره د ژورې همدردۍ او تسلیت څرګندولو ترڅنګ، زیانمنو ته د رسیدګي لپاره د یو میلیارد افغانیو نغدي مرستې منظوري ورکړې ده. نوموړي د طالبانو لوړ پوړي پلاوي ته دنده سپارلې ده چې زیانمنې شوې سیمې له نږدې وګوري او د قربانیانو له کورنیو سره همدردي او خواخوږي وکړي. 

هغه دغه راز د طالبانو حکومتي مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د ټپیانو د درملنې او د یو میلیارد افغانیو نغدي او نورو مرستو د وېش په اړه دې هم بېړنی اقدام وکړي.