مجاهد :له زلزله ځپلو سره د مرستو لويه څپه روانه ده
طالب وياند په ورته وخت کې ویلي چې تراوسه ایران ، پاکستان او قطر خپلې مرستې افغانستان ته استولي دي.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح ا...مجاهد وايي ، چې له زلزله ځپلو سره په کور دننه او بهر د مرستو لویه څپه روانه ده .
د هغه په وينا ، له دې ښکاري چې افغانان نور د خپلو دردونو التیام ته جدي دي.
طالب وياند په ورته وخت کې ویلي چې تراوسه ایران ، پاکستان او قطر خپلې مرستې افغانستان ته استولي دي.
په ورته وخت کې د جاپان په ګډون یو ډېر شمېر نورو هېوادونو هم د مرستو خبر ورکړی او ویلي ، چې خپلې مرستې به افغانستان ته واستوي.
که څه هم ځايي اوسېدونکي د وړمې شپې د زلزلې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر زرګونه ښيي خو له طبیعي پېښو سره د مبارزې مرستیال طالب وزیر وايي چې په پکتیکا او څو نورو ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۹۲۰ تنو پورې رسېدلی دی.خو وروستی رارسیدلی راپورونه وایی چی په زلزله کې مړیو شمیر ۱۵۰۰ او د ژوبل شمیر هم دوه زره تنو ته رسیدلی دی .
د طالبانو رييس الوزرا ملا حسن اخند ويلي ، چې سل میلیونه افغانۍ یې له زلزله ځپلو سره مرستې ته منظور کړي دي.