د افغانستان لوبغاړي د آسیا د زیړو میډل وګټه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117738-د_افغانستان_لوبغاړي_د_آسیا_د_زیړو_میډل_وګټه
د افغانستان د تکوانډو د ملي ټیم زوړ او تجربه کاره غړي سید رستم اکبري د آسیا د اتلولۍ په سیالو کښې د زیړو میډل وګټه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2022 00:38 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان د تکوانډو د ملي ټیم زوړ او تجربه کاره غړي سید رستم اکبري د آسیا د اتلولۍ په سیالو کښې د زیړو میډل وګټه

د آوا خبري آژانس په لیکنه د افغانستان د تکوانډو د ملي لوبډلې غړي سید رستم اکبري د پخوانیو لوبغاړو د آسیايي سیالیو په پاې کښې له ۶۵ کالو د کم عمر د برخې په سیالیو کښې د زیړو میډل ترلاسه کړ.

اکبري د جنوبي کوریا، ایران، هانګ کانګ او تایپه چین له تکوانډو کارانو سره سیالۍ وکړې.

د افغانستان دغه تجربه کاره لوبغاړي په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۱ کلونو کښې هم د آسیا د اتلولۍ په سیالیو کښې د زیړو میډلونه ګټلي دي.

د ویلو ده چې د تکوانډو د آسیا د اتلولۍ د سیالیو پنځویشتم پړاؤ له تیرې چارشنبې څخه د ۳۴ هیوادونو د ۳۸۶ لوبغاړو په شتون سره د سویلي کوریا په چانچئون ښار کښې د څلورو ورځو په موده ترسره شو.