طالبان او امریکا په قطر کښې مذاکره کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117882-طالبان_او_امریکا_په_قطر_کښې_مذاکره_کوي
قطر ته د طالبانو په تلونکي پلاوي کښې مالیې وزارت او د‌ افغانستان بانک استازي هم شامل دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2022 11:12 Asia/Kabul
  • طالبان او امریکا په قطر کښې مذاکره کوي

قطر ته د طالبانو په تلونکي پلاوي کښې مالیې وزارت او د‌ افغانستان بانک استازي هم شامل دي

د بهرنيو چارو د سرپرست وزير ملا امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو حکومت یو پلاوی له امریکايي چارواکو سره پر سیاسي او اقتصادي مسائلو د خبرو لپاره نن چهارشنبه قطر ته روان شو.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، یاد پلاوی به دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او امریکا د خزانې وزارت د چارواکو سره وګوري او په دغه ناستو کې به د سیاسي موضوعاتو ترڅنګ پر اقتصادي او بانکي برخه هم تمرکز وشي.

د بیان له مخې په دغه پلاوي کې د مالیې وزارت او د‌ افغانستان بانک استازي هم شامل دي.