په افغانستان کې د ۱۱۰ کلوواټ بریښنا دمنتقلولو یوه پروژه افتتاح شوه
د افغانستان کندهار ته د هلمند ولایت د کجکي ډیم د یوسل لس کلوواټ بریښنا د منتقلولو پروژه پرانیستل شوه .
د بریښنا انرژۍ کمښت د افغانستان د ولس یوه ترټولو مهمه ستونزه ده .
افغانستان په کال کې اته سوه پنځوس میګاواټ بریښنا ته اړتیا لري ، چې شپږ سوه پنځوس میګاواټ بریښنا له ایران ، ازبکستان ،تاجیکستان او ترکمنستان څلورو هیوادونو څخه برابروي ، دافغانستان په وارداتي بریښنا کې دایران ونډه سل میګاواټه ده .
زمونږخبریال راپور راکړ، د افغانستان د بریښنا د ویشلو شرکت (بریشنا) عملیاتي مشر صفی ا... ستانکزئ ووئيل ، کندهار ښار ته د کجکي ډيم د یوسل لس کیلوواټ بریښنا د منتقلولو د کرښې پروژه چې دوه میاشتې مخکې ددغه شرکت په څه دپاسه درې میلیون ډالري بودجې سره پیل شوې وه ، افتتاح شوې او ورځيني ګټه پورته کول پیل شوي دي .
صفی ا.. ستانکزي زیاته کړې ، د افغانستان د مهندسانو له خوا ددغې پروژې په مخ کتنې سره ، کابو اولس میلیون ډالر بچت شول .
افغانستان د هیواد له داخله له شل فی صدي تولیدي بریښنا هم کمه برخه تامینوي او دا په داسې حال کې دي ، چې کله کله دافغانستان په شمالی ولایتونو کې د ترهه ګرو او مخ پټو وسلوالو په لاس د وارداتي بریښنا سترې کمبې یا ستنې په بمونو سره الوزول کیږي .
له بل پلوه د بریښنا صادرونکو هیوادونو ته د افغانستان پور ورکول ، په دغه هیواد کې د طالبانو دموقته حکومت یوه اوسنۍ ستره ستونزه ده . ، چې د ملګروملتو د پراختیائي پروګرام د یوه راپور په اساس ، افغانستان د تاجیکستان او ازبکستان هیوادونو کابو سل میلیون ډالره پوروړی دی او که دوي افغانستان ته خپله صادراتي بریښنا غوڅه کړي ،په افغانستان کې لږترلږه لس میلیون خلک له بریښنا محرومیږي .