ننګرهار کښې د ماین چاودنې لس زده کونکي ژوبل کړل
لږترلږه لس تنه زده کوونکي په ننګرهار ولایت کې دماین په چاودنه کې ژوبل شول
له جلال آباده زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې عینی شاهدان وایي چې تیره شپه ناوخته ناڅرګندوه کسانو د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړونده د عثمان ذوالنورین دیني مدرسې ودانۍ ته لاسی بم ورغورځولی چې له امله یي لس تنه زده کوونکي ژوبل شویدي.
عینی شاهدانو ویلي چې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي چې د یوه ټپي روغتیایي حالت اندیښمن ښودل شوی دی. بل پلو د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند قاری عبدالبصیر زابلی وایي په دې پیښه کې اته تنه زده کوونکی ژوبل شوي چي د نوموړي پر وینا د امنیتي ځواکونو له لورې د درملنې په موخه روغتون ته لیږدول شویدي. د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند وایی د پیښي عاملین نه دي پیژندل شوي خو پر وینا یې، د د پیژندلو او نیولو هڅې یې پيل شوې دي.
قاری غبدالبصیر ذابلي وویل په یاده دینی مدرسه کې خواوشاه څلور سوه تنه زده کوونکي پر دیني زده کړو بوخت دي چې نږدې اتیا تنه یې په لیلیه ډول هم دشپې له لورې په دغه مدرسه کې استوګنه لري.
څو کاله وړاندې هم امریکایي پوځيانو په یاده ولسوالۍ کې دیوې ډلې کوچنیانو په منځ کې چې پر لوبو بوخت وو لاسي بم ورغورځولی و چې له امله یې څوارلس تنه له پنځلس کالو کم عمره کوچیان پکې ژوبل شوي وو.