ننګرهار کښې د ګرانبیه کاڼو قاچاقچیان ونیوې شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118028-ننګرهار_کښې_د_ګرانبیه_کاڼو_قاچاقچیان_ونیوې_شول
ننګرهار کښې د ګرانبیه کاڼو قاچاقچیان ونیوې شول
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jul 03, 2022 00:25 Asia/Kabul

ننګرهار کښې د ګرانبیه کاڼو قاچاقچیان ونیوې شول

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې په ننګرهار ولایت کې چارواکو د قیمتي ډبرو د نهه تنو قاچاق وړونکو دنیول کیدو خبر ورکړ.

ژباختر خبري اژانس د ننګرهار ولایت د لالپورې دسرحدي ولسوالۍ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې امنیتي موظفینو یې د دې ولسوالۍ په ګز دره سیمه کې نهه تنه په داسی حال کې نیولي چې غوښتل یې  قیمتي ډبرې په یو ډاډسن موټر کې له هیواده بهر ته په قاچاقي توګه ولیږدوي.

لالپورې ولسوالۍ د ډیورنډ پولې ته څيرمه پرته ده. د باختر خبري اژانس په راپور کې راغلي چې دا قیمتي ډبری په ناقانونه توګه له یو کان نه راویستل شوې او بهر ته لیږدول کیدې. دباختر اژانس په راپور کې همدا راز راغلي چې نیول شوي کسان تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي او زر به دخپلو اعمالو په سزا ورسول شي.

د نفرایت قیمتي ډبرو زیرمې د ننګرهارولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې چې د لالپورې ولسوالۍ سره په خوا کې پرته ده موجودې دي چې تازه د طالبانو د موقت حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې په قرار داد ورکول شوی او د ډبرو ویستل ترې پېل شوي دي.

د قیمتي ډبرو دا قاچاق وړونکي داسې مهال نیول کیږي چې د چین هیواد سوداګرو له افغان پانګه والو سره په ګډه د جلال ابادپه ښار کې په ختیځه حوزه کې دبېلابېلو قیمتي ډبرو د پروسس او پلور لپاره سوداګریز مارکیت پرانستی دی. چیني سوداګر وایي د دې سوداګریز مارکیت دجوړولو په تړون کې راغلي چې دافغانستان د نفرایتو قیمتي ډبری له چین هیواد پرته نورو هیوادونو ته نه شي صادریدلې.