د بګرام په امریکايي جیل کښې د یو فلسطیني ډاکټر څرګندونې
یو فلسطیني ډاکټر چې د افغانستان په بګرام کښې په امریکايي زندان کښې یې سختې بدني او روحي شکنجې ګاللې وې، دغه جیل د ګوانتانامو له زندانه هم بد دوزخ وباله
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د اردن سیند د لویدیځې غاړې اوسیدونکي ۴۷ فلسطیني ښاریز سامر البرق، د هغه څه په تشریح سره چې د افغانستان په بګرا کښې د امریکې د پخوانۍ هوايي اډې په جیل کښې ورته پیښ شوي وو، وویل: د بګرام په جیل کښې چې په حقیقت کښې د امریکې د ګوانتانامو له زندانه هم بد جهنم دی، له ډول ډول بدني او روحي شکنجو سره مخامخ شوم.
دغه فلسطیني ډاګټر د هغو شکنجو په هکله چې په ۲۰۰۳ کال کښې یې د بګرام په زندان کښې په دریو میاشتو کښې تیرې کړې وې، زیاته کړه: د کلونو له تیریدو سره سره لاهم نه یم توانیدلی چې په زندان کښې له خپلو خاطراتو او اثراتو خلاص شم.
البرق د امریکې لخوا په القاعده کښې د غړیتوب او د حملو لپاره د پلاننګ په تور هغه وخت ونیوی شو چې په اسلام آباد کښې یې زده کړې کولې خو پس له دې چې د ده خلاف یې هیڅ دلیل او مدرک ونه مونده، خوشې یې کړ.