پاکستان افغانستان ته د کرهڼيزو محصولاتو د صادراتو لپاره آسانتیاوې برابروي
له دې مخکې د پاکستان او افغانستان مسئولانو دتجارتي مناسباتو دپیاوړتیا په موخې سره د ګمرکي عوارضو د کمیدا په باب هم سره موافقه کړې وه .
د طالبانو د تجارت او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د پاکستان د تجارت او صنعت له وزیر نوید قمر سره له ویډیو ئی کنفرانس وروسته ، د کرهڼیزو محصولاتو د صادراتو لپاره دغه هیواد ته د پاکستان د آسانتیاؤ په تائيدولو سره ووئيل ، په دغه تماس کې دتجارتي مبادلاتو او د شیانو دټرانزیټ د زیاتولو په باب مشورې وشوې .
عزیزي او نوید قمر په دغه تماس کې همداراز د دواړو هیوادونو دم لی ګټو په نظر کې په نیولو سره پر دوو اړخیز ټرانزیټ او تجارت ټينګار وکړ .
پاکستان د نورو هیوادونو د ۴۴صادراتی شیانو پر وارداتو ، یو شمیر محدودیَتونه وضع کړي دي ، چې افغانتسان له دې چارې مستثنی دی
له دې مخکې د پاکستان او افغانستان مسئولانو دتجارتي مناسباتو دپیاوړتیا په موخې سره د ګمرکي عوارضو د کمیدا په باب هم سره موافقه کړې وه .