په افغانستان کښې د لوی اختر لمونځ وشو
زمونږ خبریال وايي د افغانستان مسلمانو خلکو د هیواد په جوماتونو او امامباړو کښې د لوی اختر لمونځونه وکړل.
د افغانستان خلکو نن په عمومي ځایونو ، جوماتونو او امامباړو کښې د لوی اختر د لمانځه د مراسمو د ترسره کولو په ترڅ کښې د اسلامي چارو د ژوندي ساتلو پرضرورت ټینګار وکړ.
د کابل په رسالت مدرسې کښې د اختر لمانځه خطیب لوی اختر د حضرت ابراهیم علیه السلام او د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره تر ټولو ستر الهي ازمیښت وباله.
په افغانستان کښې د لوی اختر چټیانې نن په سختو امنیتي تدبیرونو کښې پیل شوي دي.
د طالبانو ځواکونو د لوی اختر د لمانځ د ترسره کیدا په ځایونو ، جوماتونو او امامباړو کښې په شتون سره د دغو ځایونو امنیت تامین کړ.
د لوی اختر د لمانځه ترسره کول، د غواګانو او د پسونو حلالول، د کورنیو یوبل ته ورتلل، په وچې میوې او شیرینیو سره د میلمنو میلمتسیا، نویو واده شویو کورنیو ته د ډالۍ ورکول او پخلاینه او د خپګان ختمول په لوی اختر کښې د افغانستان د خلکو په ادابو او رسمونو کښې شامل دي.