د افغانستان د بحران یوازینۍ حل لاره سیاسی خبرې اترې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118404-د_افغانستان_د_بحران_یوازینۍ_حل_لاره_سیاسی_خبرې_اترې_دي
 په افغانستان کې د طالبانو دحکومت یوه مخالفه څیره او د جهاد دوخت د قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود ددغه هیواد  بحران او ترینګلتیاؤ  یوازینۍ لاره حل سیاسی خبرې اترې ګڼي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2022 07:55 Asia/Kabul
  • د افغانستان د بحران یوازینۍ حل لاره سیاسی خبرې اترې دي

 په افغانستان کې د طالبانو دحکومت یوه مخالفه څیره او د جهاد دوخت د قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود ددغه هیواد  بحران او ترینګلتیاؤ  یوازینۍ لاره حل سیاسی خبرې اترې ګڼي .

د افغانستان طلوع  نیوز خبری چینل راپور ورکړ،  احمد مسعود  په یولړ څرګندونو کې یو ځل بیا ټینګار کړی ،  تر څو چې  طالبان د سیاسی حل لارې په لټون کې نه شي ، د دوي په وړاندې له مقاومت ا و دریدا پرته بله  هیڅ چاره نشته .

  دطالبانو د حکومت دغه مخالف شخصیّت  روښانه کړې ده ،   دافغانستنا د سیاسی مسئلو حل به د حاکمیّت د مشروعیّت او  رواوالی  له لارې وي .  که داسې نه وي ،نو  د مشکلاتو پراختیا به ، دافغانستان شخړې او ترینګلتیاوې نوره هم زیاتې کړي .

له دې مخکې  په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت چارواکو په کرتو  له خپلو مخالفانو غوښتي ، چې  له جنګه دې لاس په سر شي او  له دغه حکومت سره دې متحد شي ، خو احمد مسعود د اوسني نظام له څرنګوالي سره مخالفت لري .