طالبانو د کابل د ارګ په انګڼ کې دینی مدرسه جوړه کړې
له دې مخکې هم طالب حکومت په مزارشریف کې د میترا خصوصي ټيلیویژني چینل د ودانۍ پشمول ځيني ودانۍ په دیني مدرسو بدلې کړي دي .
زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د طالبانو موقته حکومت د افغانستان د ولسمشرۍ د ارګ په انګڼ کې د پخواني ولسمشر دساتونکي ځانګړي ګارډ روزنیز ځاي په دیني مدرسې بدل کړ .
وئيل کیږي ، چې له دې مخکې هم طالب حکومت په مزارشریف کې د میترا خصوصي ټيلیویژني چینل د ودانۍ پشمول ځيني ودانۍ په دیني مدرسو بدلې کړي دي .
په راپور کې وئيل شوي دي ، افغان سرچینو پرون وئيلي دي ، طالب حکومت ددغه روزنیز مرکز نامه په ؛ احسن العلوم ؛ مدرسې بدله کړې او ټاکل شوې ده دلته مذهبی تعلیماتو وړاندې کول پیل کړي .
همداشان په دا وروستیو کې طالب چارواکو وئیلي دي ،په بنجشیر ولایت کې به د جهاد دوخت د ارواښاد قوماندان احمد شاه مسعود په آرامګاه کې یوه ستره جهادي مدرسه جوړه کړي .
که څه هم طالب حکومت وئيلي دي ، په نظر کې لري ، په درست افغانستان کې په زرګونو دینی مدرسې جوړې کړي ، خو دا اندیښنې هم شته چې دغه مرکزونه دافراطیّت د دودیدا په مرکزونو بدل شي .
تر دې دمه طالب چارواکو د زده کونکو د جذبولو او د ښونې دهغو فعالیتونو د څرنګوالي په باب چې ټاکل شوې ده ،تدریس شي ، کومه اشاره نه ده کړې .
داپه داسې حال کې دي چې طالبانو ډلې قدرت ته له رسیدا وروسته په افغانستان کې د انجونو ښونځي د ځينو اصلاحاتو دترسره کولو په موخې سره تړلي دي .