طالبانو د کابل د ارګ په انګڼ کې دینی مدرسه جوړه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118482-طالبانو_د_کابل_د_ارګ_په_انګڼ_کې_دینی_مدرسه_جوړه_کړې
له دې مخکې هم طالب حکومت په مزارشریف کې د میترا خصوصي ټيلیویژني چینل  د ودانۍ پشمول ځيني ودانۍ  په دیني مدرسو بدلې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2022 07:57 Asia/Kabul
  • طالبانو د کابل د ارګ په انګڼ کې دینی مدرسه جوړه کړې

له دې مخکې هم طالب حکومت په مزارشریف کې د میترا خصوصي ټيلیویژني چینل  د ودانۍ پشمول ځيني ودانۍ  په دیني مدرسو بدلې کړي دي .

زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ،  د طالبانو موقته حکومت  د افغانستان د ولسمشرۍ د ارګ په انګڼ کې د پخواني ولسمشر دساتونکي ځانګړي ګارډ روزنیز ځاي په دیني مدرسې بدل کړ .

  وئيل کیږي ، چې  له دې مخکې هم طالب حکومت په مزارشریف کې د میترا خصوصي ټيلیویژني چینل  د ودانۍ پشمول ځيني ودانۍ  په دیني مدرسو بدلې کړي دي .

 په راپور کې وئيل شوي دي ، افغان سرچینو پرون  وئيلي دي ، طالب حکومت  ددغه روزنیز مرکز  نامه  په ؛ احسن العلوم ؛ مدرسې بدله کړې او ټاکل شوې ده  دلته مذهبی تعلیماتو وړاندې کول پیل کړي .

 همداشان  په دا وروستیو کې طالب چارواکو  وئیلي دي ،په بنجشیر ولایت کې به د جهاد دوخت د ارواښاد  قوماندان احمد شاه مسعود په آرامګاه  کې یوه ستره جهادي مدرسه جوړه کړي .

 که څه هم  طالب حکومت  وئيلي دي ، په نظر کې لري ، په درست افغانستان کې په  زرګونو دینی مدرسې جوړې کړي ، خو  دا اندیښنې هم شته چې  دغه مرکزونه  دافراطیّت د دودیدا په مرکزونو بدل شي .

تر دې دمه  طالب چارواکو  د زده کونکو د جذبولو او د ښونې دهغو فعالیتونو  د څرنګوالي په باب  چې ټاکل شوې ده ،تدریس  شي ، کومه اشاره نه ده کړې . 

 داپه داسې حال کې دي چې  طالبانو ډلې  قدرت ته له رسیدا وروسته  په افغانستان کې  د انجونو ښونځي  د  ځينو اصلاحاتو دترسره کولو په  موخې سره  تړلي دي .