د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې په ګټه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118602-د_افغانستان_امنیت_او_ثبات_د_سیمې_په_ګټه_دی
فارس خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د ایران سفیر بهادر امینیان وویل په افغانستان کښې امنیت او ثبات د سیمې د هیوادونو په ګټه دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2022 11:30 Asia/Kabul
  • د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې په ګټه دی

فارس خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د ایران سفیر بهادر امینیان وویل په افغانستان کښې امنیت او ثبات د سیمې د هیوادونو په ګټه دی.

هغه نن په کابل کښې د طالبانو د موقته حکومت له خارجه وزیر امیر خان متقي سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سرحدي مسائیلو په حل کولو ټینګار وکړ.

امیر خان متقي هم له ایران سره د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا باندې  د خوښې په څرګندولو سره وویل افغانستان هڅه کوي چې د سیمې د ټرانزیت په مرکز بدل شي او په دې لړ کښې د ایران او د تاجیکستان ترمینځ د تجارتي شیانو په انتقالولو کښې ګډون لرلی دی.

د طالبانو د خارجه وزارت د ویاند مرستیال حفیظ ضیا احمد هم په ټویټر  پیغام کښې په افغانستان کښې د ایران له سفیر سره د طالبانو د خارجه وزیر امیر خان متقي کتنې ته په اشارې سره په ایران کښې د افغانستان د کډوالو ، د بندیانو ، له نشه ییزو موادو سره د مبارزې موضوع ، سرحدي موضوګانې او دوه اړخیزه تجارتي اړیکې د دغه کتنې په موضوعګانو کښې وبللې.