نورستان ولایت ته د سیلانیانو د جلبولو لپاره د اسانیتاؤهڅې ګړندۍشوي
د نورستان دوالي ویاند سیف الدین لټون وایي دهمدې هڅو په لړ کې یې تر دا مهاله دغلته د سیلانیانو د اوسیدو لپاره لس هوټلونه چمتو شوي او له شتمنو او سوداګرو غوښتل شوي چې که په دې برخه کې پانګونه وکړي ولایتی اداره به ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي،
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، نورستان چې دافغانستان په ختیځ کې لیرې پروت غره یز خو دطبیعي ښکلاو او پاک چاپیریال لرونکی ولایت دی او هر څوک ئې د لیدلو او هلته د ګرځیدو هیله لري، خو د لارې د خرابوالي او دغلته د اوسیدو دلومړنیو اسانتیاو دنه شتون له امله ډیر خلک یاد ولایت ته له ورتلو ډډه کوي. خو ځایي چارواکي وایي اوس یې دهیواد په کچه د ملي پارک او د لیدو وړ سیمې ته د سیلانیانو د راجلبولو او هغوې ته د اوسیدو د لومړنیو اسانتیاو رامنځته کولو هڅې ګړندۍ کړي دي.
نور تفصیلات ئې زمونږ دخبریال له خولې آورو .