امریکې ته د طالبانو خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118818-امریکې_ته_د_طالبانو_خبرداری
په افغانستان پورې د اړوندو مسائلو په هکله د امریکې د خارجه وزارت د ویاندوي وروستیو څرګندونو د طالبانو غبرګون راپارولی او د دغه حکومت ویاندوي له واشنګټنه وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کښې دې لاسوهنه نه کوي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jul 23, 2022 06:15 Asia/Kabul
  • امریکې ته د طالبانو خبرداری

په افغانستان پورې د اړوندو مسائلو په هکله د امریکې د خارجه وزارت د ویاندوي وروستیو څرګندونو د طالبانو غبرګون راپارولی او د دغه حکومت ویاندوي له واشنګټنه وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کښې دې لاسوهنه نه کوي.

د طالبانو ویاند د سپينې ماڼۍ د ویاندوي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کښې وویل: له امریکې سره د موافقې پر ژمنو پابند یو او د افغانستان له خاورې څخه به  هیڅ هیواد ته ګواښ پیښ نه شي

د فارس خبري آژانس په لیکنه، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سپينې ماڼۍ د ویاندوي وروستیو څرګندونو ته غبرګو وښوده.

مجاهد پرون په یو ټویټ کښې ولیکل: د افغانستان اسلامي امارت له امریکې سره د دوحې په موافقې کښې خپلې ټولې ژمنې پوره کړې دي او هیڅوک نه پریږدي چې د واشنګټن او د هغه د انډیوالانو خلاف د افغانستان له خاورې کار واخلي.

هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې طالبان د افغانستان د ښاریزو پر ټولو حقوقو ژمن دي، ادعا وکړه: د افغانستان د ښځو او سړیو لپاره خوندي او عادي فضا برابر شوې او د ټولو اقلیتونو د حقوقو احترام کیږي.

د طالبانو دغه جګ پوړي چارواکي څرګنده کړه: لکه څنګه چې د طالبانو حکومت د نورو هیوادونو په چارو کښې لاسوهنه کول نه غواړي هم داشان له نورو هیوادونو هم غواړي چې زمونږ په کورنیو مسائلو کښې مداخله ونه کړي او د ژوند کولو طریقه راته ډیکټی نه کړي.

د طالبانو ویاند دا څرګندونې په داسې حال کښې کړې دي چې د امریکې د خارجه وزارت ویاند نډ پرایس په یوې خبري غونډې کښې ویلي وو، د افغانستان یوازې د نیمايي کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو په سر د طالبانو له موقته حکومت سره صلاح مشورې روانې دي.