طالبان: لازیات اسلامي حکمونه به صادر کړو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118846-طالبان_لازیات_اسلامي_حکمونه_به_صادر_کړو
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر وویل: د اسلامی نظام د ټینګښت لپاره به نور فرمانونه هم صادر کړو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2022 11:47 Asia/Kabul
  • طالبان: لازیات اسلامي حکمونه به صادر کړو

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر وویل: د اسلامی نظام د ټینګښت لپاره به نور فرمانونه هم صادر کړو

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محمد خالد حنفي پکتیا ولایت ته په سفر کښې وویل چې د دغې وزارتخانې ماموران د تیرو حکمونو د جدي تطبیق او اجرا کوشش کوي.

هغه زیاته کړه چې دغه وزارتخانه د اسلامي نظام په بقا کښې مهم رول لري او د نړیوالو دباؤنو سره سره له خپلو پریکړو نه شاته کیږي. هغه هم داشان زیاته کړه: که په یوې سیمې کښې امر باالمعروف نه وي نو په خلکو یې د خدای غضب نازلیږي.

حنفي زیاته کړه: مونږ لاسونه سره ورکړي دي ترڅو په افغانستان کښې اسلامي نظام ټینګ کړو او په هم دې وجه به ټولې فیصلې او نور احکام اجرا کړو او نور احکام هم راروان دي.

د ویلو ده چې په تیرو یوولسو میاشتو کښې په افغانستان باندې د طالبانو له دوباره واکمنیدو راهیسې د دغې ډلې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د ښځو د کار او سفر او د جینکو د زده کړو د مخنیوي په شمول د اسلامي قوانینو د اجرا کولو په پلمه د ډیرو خلکو لپاره سخت حالات رامینځته کړي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د نمایندګۍ دفتر (یوناما) په دې وروستیو کښې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له فعالیته اندیښنه ښودلې ده.