ازبکستان ته د طالبانو د لوړپوړي پلاوي سفر
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118948-ازبکستان_ته_د_طالبانو_د_لوړپوړي_پلاوي_سفر
 دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي،چې دډيری کارپیژاندو په اند،دتیرو وختونو تجروبې ښودلې ده چې دغه شان غونډې له بحرانه د افغانستان د ژغورنې لپاره  څه خاص ګټه نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2022 11:06 Asia/Kabul
  • ازبکستان ته د طالبانو د لوړپوړي پلاوي سفر

 دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي،چې دډيری کارپیژاندو په اند،دتیرو وختونو تجروبې ښودلې ده چې دغه شان غونډې له بحرانه د افغانستان د ژغورنې لپاره  څه خاص ګټه نه لري.

د افغانستان د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست د افغانستان په باب په نړیوالې غونډې کې د ګډون لپاره  دیوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته تللی او ددغه هیواد له خارجه وزیر سره ئې لیده کاته کړي دي .

.ټاکل شوې ده دغه غونډه نن پیل شي او تر دو ورځو پورې به دوام ومومي.دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي،چې دډيری کارپیژاندو په اند،دتیرو وختونو تجروبې ښودلې ده چې دغه شان غونډې له بحرانه د افغانستان د ژغورنې لپاره  څه خاص ګټه   نه لري.

ازبکستان ته د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت د سرپرست امیر خان متقي سفر د افغانستان په موضوع سره په نړیوالوغونډو کې د شتون په موخې سره  په داسې شرائطو کې دی چې ددغه هیواد په باب له دې مخکې سیمه ایزې او نړیوالې غونډې،په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره د طالبانو د نه ملګرتیا او دډيموکراسۍ اصل ته د بې پامۍ په دلیل  هیڅ نتیجې ته نه دي رسیدلي.

 په تیر اوړي کې په افغانستان کې د طالبانو دبیرته قدرت ته د رسیدا په لومړنیو میاشتو کې،دسیمې ځينو هیوادونو په دغه هیواد کې د ثبات اوآرامښت له ټينګیدا سره دمرستې په موخې سره د شپږ اړخیزو ناستو څو پړاؤنه ترسره کړل چې په دغو ناستو کې په مطرح شوو غوښتو،په تیره بیا د طالبانو په وسیله دټولو قومونو په ګډون د یوه ټولشموله حکومت د جوړیدا په څير په غوښتو دسترګو پټولو په دلیل، دغو ناستو کومه بریا نه درلوده او عملا دغه غونډې او ناستې ودریدې.

 په داسې شرائطو کې چې که د طالبانو حکومت  دنړیوالې ټولنې دغوښتو په تیره بیا د ټولشموله حکومت د جوړیدا،د ټولنیزو او شخصي آزادیو او د میرمنو حقوقو ته د احترام په څير د غوښتنو له پخلاکیداسره د طالبانو حکومت حاضرنه شي،نو د افغانستان په باب دغه سیمه ایزې او نړیوالې غونډې څه نتیجه ورنکړي او دحکومت په اداره کولو کې د طالبانو د خپل سري سیاست له امله به لګښتونه او بیّې،ددغه هیواد ولس ورکړي .

په سیمه ایزو او نړیوالو غونډو کې د طالبانو ګډون،د سیمې د هیوادونود مرستو د جلبولو او په افغانستان کې ددغې ډلې دحاکمیّت په رسمیّت پيژندنې ته د دهڅولو په موخې سره دی.

دې ته په پام سره چې طالبانو په کابو تیر یوه کال کې او په افغانستان کې دقدرت له ترلاسه کولو وروسته،د خلکو د اساسی حقوقو دمحترم شمیرلو او داساسی قانون د اجرائي  کونې دحکومت په بهیر کې ددرستوقومونو دګډون پشمول پخپلو سیاستونو کې هیڅ ډول اصلاحي اقدام نه دی کړی،په افغانستان کې ئې دطالبانو دحاکمیّت د نه پيژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې  اراده او هوډ نوره هم پیاوړی کړی دی.

 په همداوروستیو کې په افغانستان کې د اروپائي اتحادئې سفیر وانټ برنټ داروپائي پارلیمان په ناستې کې  په ډاګه وئيلی دي ،چې دمګړۍ دنړیوالې ټولنې اجماع په دې ده چې طالبان په رسمیّت ونه پيژندل شي.د ارورپائي پارلیمان دغړو په ټول کې د هغه څرګندونې چې  دافغانستان د حالاتو په باب په دغه هیواد کې د اروپائی اتحادئې د سفیر د روایت د آوریدو په خاطر مطرح شوي ، په راتلونکي کې ددغې ډلې په وړاندې د اروپائي  سیاستونو یو مرکزي ټکی کیدلی شي.

په داسې شرائطو کې چې  په حکومت کې د خلکو رول ته په پام او حکمرانۍ کې د نرمښت لپاره دطالبانو په حکومت د نړیوالې ټولنې شک او بې اعتمادي،ورځ تر بلې زیاتیږي،د افغانستان په باب سیمه ایزې او نړیوالې غونډې له اوسنیو بحرانونو او ترینګلتیاؤ ددغه هیواد  د ویستلو لپاره  غوټه  پرانیستونکي  نشي کیدلی.

پر دې اساس، دافغانستان په باب له روانې نړیوالې غونډې څخه د ازبکستان کوربتوب،چې د طالبانو دخارجه وزرات سرپرست هم پکې ګډون کړی دی،له نتیجو څخه ئې دخوشبینو اټکلونو په اپوټه،دافغانستان په باب له وړاندینیو غونډو څخه  کومې مختلفې نتیجې نشي درلودلی .

 که طالبان وغواړي،سیمه ایزې او نړیوالې غونډې،دنورو هیوادونو په وسیله د دغې ډلې د حاکمیّت د په رسمیت پيژندنې او مرستو لپاره په یوې زمینې بدلې شي،نوباید پخپلو سیاستونو باندې بیا  جدي کتنه وکړي .