د افغانستان ۱۳ میلیونه ماشومان مرستې ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119030-د_افغانستان_۱۳_میلیونه_ماشومان_مرستې_ته_اړتیا_لري
ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې وویل چې په افغانستان کښې له مرستو ته اړتیا لرونکو څلرویشت اعشاریه څلور میلیونو خلکو څخه دیارلس میلیونه کسان ماشومان دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2022 00:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان ۱۳ میلیونه ماشومان مرستې ته اړتیا لري

ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې وویل چې په افغانستان کښې له مرستو ته اړتیا لرونکو څلرویشت اعشاریه څلور میلیونو خلکو څخه دیارلس میلیونه کسان ماشومان دي.

افغانستان همدا اوس د امریکا او د هغې د متحدو هیوادونو د نیواکګرو عسکرو د شل کلن نیواک په وجه له انساني ، اقتصادي او د خوراکي شیانو له کړکیچ سره مخامخ دی.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې پرون په یوه راپور کښې وویل د روان میلادي کال له جولاۍ میاشتې تر سپتمبر میاشتې پورې د اټکلونو پراساس به د نهه اعشاریه دوه میلیونه ماشومانو په شمول د افغانستان کابو اتلس  اعشاریه نهه میلیونه خلک د خوراکي شیانو له بیړنۍ ناامنۍ یا کړکیچ سره مخامخ شي.

دغه ادارې وویل چې په روان میلادي کال کښې د افغانستان اوه نوي فیصد خلک په بې وزلۍ کښې ژوند کوي.

د ماشومانو د ساتنې فاونډیشن هم په افغانستان کښې د ماشومانو لپاره د خوراکي کړکیچ په هکله خبرداری ورکړ.