دبیکارۍ زیاتیدا په ننګرهار کې ځوانان پر نشو اخته کړي دي
دوې وایي که حکومت او نړیواله ټولنه دې ستونزې ته پام ونکړی ښایي دنشه یي توکیو او جنایي مجرمینو یو لښکر جوړ شي
دوه تنه هغه ځوانان چې دننګرهار ولایت له لیرې پرتو ولسوالیو څخه دکار کولو په موخه جلال اباد ته راځي وایي له تېرې یوې میاشتې راهیسې هره ورځ جلال اباد ته دکار موندلو په موخه راځي خو وایي کار نه مومي او ناهیلې بېرته خپلو کورونو ته ستنیږي،یو بل ځوان بیا وایی ډیری ځوانان هڅه کوي د کار موندنې په موخه ګاونډیو هیوادونو ته ولاړ شی خو پر وینا یې چې ګاونډي هیوادونو هم خپلې پولې تړلي او دوې ته د ورتګ اجازه نه ورکوي،
یو بل ځوان چې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي زده کړیال و او اوس یې دنشه یي توکیو کارونې ته مخه کړې وایي ډیر لوستې ځوانان اوس پر نشو اخته دي او ځینې خو یې لا د جنایي جرمونو لکه غلا او نورو ته هم مخه کړې ده. دې وایي پر نشه د روږدو کسانو په منځ کې داسې ځوانان پیژنې چې لوړې زده کړې لري خو دبیکارۍ له امله یې نشو ته مخه کړې ده
دننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریس مولوي فریدا... حقاني هم په دې ولایت کې د بیکارۍ زیاتیدا مني خو وایي دخپلې ادارې موجودو امکاناتو ته په پام سره یې هڅه کړې چې ځوانانو ته د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړی .هغه وایي خواوشاه درې زره دوه سوه تنه ځوانان اوس مهال تر مسلکي روزنې لاندې دي او دغه راز له یو نیم زرو زیاتو میرمنو په ګډون خواوشاه دوه زره تنو حرفوي او مسلکي زده کړې تر لاسه کړي او همدارنګه ورته د کار کولو وسایل هم ورکول شوي دي. مولوي حقاني وایی هڅه کوی چې د مرسته کوونکو ادارو پر مټ د حرفوي او مسلکي زده کړو تر لاسه کولو لمن پراخه کړي او په دې توګه دبیکارۍ کچه راکمه کړي.
په افغانستان کې له تیره یوه کال راهیسې وروسته له هغې د بیکارۍ کچه مخ پر لوړیدو شوه چې سلګونه زرو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او دغه راز د نړیوالو اقتصادي بندیزونو له امله دکاري فرصتونو کچه راټیټه شوه. داقتصادي چارو یو شمیر کار پوهان وایي که دطالبانو موقت حکومت له نړۍ سره یوې هوکړې ته ونه رسیږي او خلکوپه ځانګړې توګه ځوان نسل ته دکار کولو زمینه برابره نه شي ښایي په هیواد کې د وزګارو او پر نشه دروږدو کسانو یو تور لښکر رامنځته شي.