د  امام حسین(ع)د قیام موخه داسلام ددین احیاء وه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119400-د_امام_حسین(ع)د_قیام_موخه_داسلام_ددین_احیاء_وه
د افغانستان د بامیانو والی د شهیدانو د سالار د عزادارۍ په دستورو کې په شتون  سره  ووئيل،دحضرت امام حسین علیه السلام  دپاڅون اصلی موخه د اسلام ددین احیاء وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2022 01:09 Asia/Kabul
  • د  امام حسین(ع)د قیام موخه داسلام ددین احیاء وه

د افغانستان د بامیانو والی د شهیدانو د سالار د عزادارۍ په دستورو کې په شتون  سره  ووئيل،دحضرت امام حسین علیه السلام  دپاڅون اصلی موخه د اسلام ددین احیاء وه.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړد افغانستان دبامیان والي  مولوی عبدا... سرحدي د بامیانو په مرکز  کې په فولادي سیمې کې په زینبّیه مدرسې  کې د حضرت اباعبدا... الحسین  د عزادارۍ  په دستورو کې په شتون سره پخپلو څرګندونوکې ووئيل،امام حسین او دهغه وفادارو ملګرو دظلمت او جاهلّیت په  اوج کې د خداي په لاره کې  او دخپل نیکۀ ددین  داحیاء لپاره  مبارزه وکړه او خپل عزیزان ئې قربان کړل او شهیدان شول.

سرحدي د عاشورا پاڅون د ستمګرو او دښمنانو په وړاندې  دمسلمانانو د دریدا لپاره  یو مهم درس وبالۀ.

 د هغې اعلامیې په اساس،چې په دا وروستیو کې  د افغانستان دشیعه عالمانو شورا خپره کړې وه،ټاکل شوې ده چې ولسی ځواکونه اوطالبان  په ګډه د  جوماتونو او امامباړو  امنیت تامین کړي اود جوماتونو او امامباړو په داخل کې به  نظم او انضباط د ولسی ځواکونو په غاړه وي .طالبانو وړمه ورځ هم په کابل کې د داعشي ترهه ګرو یوه ډله کسان  چې نیّت ئې درلوددمحرم په دستورو بریدونه وکړي وژلي دي ،البته  دجمعې په ورځ  هم په کابل کې په یوې زورورې چاودنې کې  په لسګونو کسان شهیدان او ټپیان شوي دي .

Image Caption