امریکادې دافغانستان دمرکزی بانک اسعاري زیرمې آزادې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119580-امریکادې_دافغانستان_دمرکزی_بانک_اسعاري_زیرمې_آزادې_کړي
په افغانستان کې د طالبانو واک ته په رسیدا پسې  او د اشرف غني دحکومت  له نسکوریدا وروسته،ددغه هیواد زیاتره لوړپوړی چارواکي له افغانستانه ووتل،خو حامد کرزي خپل هیواد پرې نه ښود.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2022 09:42 Asia/Kabul
  • امریکادې دافغانستان دمرکزی بانک اسعاري زیرمې آزادې کړي

په افغانستان کې د طالبانو واک ته په رسیدا پسې  او د اشرف غني دحکومت  له نسکوریدا وروسته،ددغه هیواد زیاتره لوړپوړی چارواکي له افغانستانه ووتل،خو حامد کرزي خپل هیواد پرې نه ښود.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي  دامریکا له این پي آر ملی ریډیو سره په خبروکې  ووئیل،امریکا په افغانستان کې ډيرې زیاتې تیروتنې کړي دي چې باید  جبران ئې کړي،چې په هغو کې   د ا فغانتسان د مرکزي بانک د زیرو کنګل  او مصادره کول  هم دي چې باید آزادې ئې کړي څو د افغانستان  ولس پخپلو پښو ودریږي.

 حامد کرزي دخپلو خبرو په یوې برخې کې زیاته کړې ده،مونږ باید  ډاډمن شوچې د افغانستان درست ښاریز ځانونه   له دغه هیواد سره اړونده ګڼي او دطالبانو حکومت  د دوي نمایندګي کوي،دمونږ هدف،دیوه ښه او کرار افغانستان رامینځةکول دي .

په افغانستان کې د طالبانو واک ته په رسیدا پسې  او د اشرف غني دحکومت  له نسکوریدا وروسته،ددغه هیواد زیاتره لوړپوړی چارواکي له افغانستانه ووتل،خو حامد کرزي خپل هیواد پرې نه ښود. البته ځيني راپورونه ښئ چې دمګړئ  طالبان  له افغانستانه دوتلو لپاره حامد کرزي ته د تلو  اجازت نه ورکوي.