ننګرهارکې امنیتي چارواکو دزیاته اندازه وسلو او مهماتو دنیول کیدو خبر ورکړ
ډاکتر بشیر له خلکو وغوښتل چې دامنیت په ټینګیدو کې دې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي او تخریبکارو ډلو ته یې په سیمه کې ځای نه ورکوي.
افغان چارواکي وایي له دې وسلو او دمهماتو نه په جلال اباد کې د نا امنۍ درامنځته کولو په پیښو کې کار اخیستل کیده
دننګرهار داستخباراتو ریس ډاکتر بشیر نن په یوه خبري ناسته کې وویل موظفینو یې د کره استخباراتي معلوماتو وروسته ددې ولایت په غني خیلو، بټي کوټ،نازیان او دره نور ولسوالیو کې پلټونکي عملیات ترسره کړي چې په کې اتلس میله سپکې او درنې وسلې او زیاته اندازه مهمات کشف اوترلاسه شویدي.
ډاکتر بشیر وویل ددې وسلو او مهماتو سره دوه تنه هم نیول شوي چې تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي او زر به عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپیژندل شي، دننګرهار د استخباراتو ریس وویل دده پر وینا تخریبکارو غوښتل چې له دې وسلو او مهماتو نه د جلال اباد ښار او ددې ولایت په نورو سیموکې دنا امنۍ او ګډوډۍ دپېښو په رامنځته کولو کې کار واخلي خو پر وینا یې چې دوې پرې وار له مخه کړ او هغوې یې خپلو موخو رسیدو ته پرې نه ښودل.
ډاکتر بشیر له خلکو وغوښتل چې دامنیت په ټینګیدو کې دې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي او تخریبکارو ډلو ته یې په سیمه کې ځای نه ورکوي. دننګرهار د استخباراتو ریاست کارکوونکي دا وسلې او مهمات داسې مهال کشف او ترلاسه کوي چې طالبان داسد څلرویشتمې واک ته د طالبانو داسلامي امارت درسیدو او دغه راز د اسد اته ویشتمه له انګریزي ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ دترلاسه کولو د ورځې دنمانځنې لپاره پر چمتووالي بوخت دي.