نړیواله ټولنه دې د افغانستان ولس سره سملاسي مرسته وکړي
د ملګروملتو د انسان دوستۍ د مرستو غږملونکي پرون په یولړڅرګندونو کې ووئیل دافغانستان خلک هماغه شان نړیوالو مرستو ته ډيره زیاته اړتیا لري.
افغانستان د نیواک له دوې لسیزې نیواکه وروسته دتیرکال په اګست کې کابل ته د طالبانو له ورتلو سره په یووخت امریکا له د غه هیواده خپل عسکر وباسل،او له دې وروسته ئې په چټي پلمو سره د افغانتسان د ولس کابو لس میلیارډالري شتمنۍ کنګل او مصادره کړې او پر افغانستان ئې بندیزونه ولګول چې د افغانانو وضعیت ئې نوره هم خراب او ترینګلی کړ.
رامز الاکبروف دغه راز ووئيل ، په افغانستان کې داړتیاؤ سویه،په دغه هیواد کې د انسان دوستۍ د فعالانو د ځواب وئيلو له ظرفیّته ډيره زیاته ده .
دمګړۍ دافغانستان څه دپاسه نوي فیصده خلک د بې وځلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي او همداراز ددغه هیواد نیمه آبادي د لوږې له خطرې سره لاس او ګریوان ده په دغه شان شرائطو کې نړیوالو هیوادونو په تیره بیا د سیمې هیوادونو له افغان ولس سره ترډيره حده مرسته کړې ده .