له ایران سره داقتصادي مبادلاتو پر زیاتولو د طالبانو دحکومت ټينګار
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119658-له_ایران_سره_داقتصادي_مبادلاتو_پر_زیاتولو_د_طالبانو_دحکومت_ټينګار
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دخارجه وزارت سرپرست د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کتنې کې له ایران سره د اقتصادي مبادلاتو دزیاتولو په ضرورت ټينګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2022 09:40 Asia/Kabul
  • له ایران سره داقتصادي مبادلاتو پر زیاتولو د طالبانو دحکومت ټينګار

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دخارجه وزارت سرپرست د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کتنې کې له ایران سره د اقتصادي مبادلاتو دزیاتولو په ضرورت ټينګار وکړ.

په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت د ویندوي مرستیال حافظ ضیاءاحمد د طالبانو دخارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي حسن کظمي قمي د لیدوکاتو خبر ورکړ.

 امیر خان متقي په دغې کتنې کې وئيلي دي ،اوس وخت رارسیدلی دی چې له ایران سره اقتصادي مبادلات زیات شي. هغه همدارازله ایران سره د تجارت اوټرانزیټ په زمیې  کې د آسانتیاؤ درامینځةکولو غوښته هم کړې . متقي  په  دغې کتنې کې  دایران په بانکونو کې  د افغان تاجرانو د بانکي حسابونو دمحدودیت پر ختمولو هم ټينګار وک.

د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي هم په دغې کتنې کې  ټينګار کړی ،اجازت نه ورکوي څو ځيني مسئلې د دواړو هیوادونو پر اړیکو منفي اغیزې وشیندي.

د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې دطالبانو بیرته قدرت ته د رسیدا له وخت راهسې ترې دمه  ایران  دتیرو وختونو په شان  په افغانستان کې  د سولې اوثبات  له ټينګیدا سره د مرستې سیاست وړاندې کړی دی او د افغانستان ډیرو ترینګلو اقتصادي حالاتو ته په پام سره، د افغانستان له ولس سره  د انسان دوستۍ د مرستو وړاندې کونې په ډګر کې  یو مخکښ هیواد دی.

ددغه شان سټراټژۍ په چوکاټ کې،ایراند۲۰۲۱کال داکتوبر په اوه ویشتمه نیټه،په افغانستان کې د سولې،ثبات او آرامښټ له ټينګیدا سره دمرستې لپاره  ددغه هیواد د ګاونډيو هیوادونو ددوهمې غونډې کوربه ؤ.ددغې ناستې په دولس ماده ایزې  اعلامیې کې ګډون کونکو،د افغانستان د درستو مسئلو یوازینۍ حل لاره  ددرستو قومونو  په ګډون سره د یوه ټولشموله  سیاسی جوړښت  رامینځةکیدا وبلله.

په افغانستان کې د  دانساني بحران او د پناه غواړو دڅپې  د مخنیوي دلارو چارو،د درملو، د ژمي  د موسم د شیانو او خوراکي موادو د برابرولو پشمول د سملاسي  انسان دوستۍ دمرستو د وړاندې کولو لپاره له نړیوالې  ټولنې غوښته او دغه رازد ګاونډیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې ته  نوي شاک دمخنیوی  او ورسره د  سمو او محتاطو داخلی او بهرنیو سیاستونو داجرا لپاره  د افغان لورو څخه غوښتنې،په تهران کې د افغانستان د ګاونډيو هیوادونو د ناستې داعلامیې نوره مادې وي.

د طالبانو په حاکمیّت کې په افغانستان کې د ثبات او آرامښت له پیاوړتیا سره دمرستې په باب د ایران  د پروګرامونو بهیر،د انسان دوستۍ د مرستو پر وړاندې کولو سربیره،د درستو قومونو په شتون سره د یوه هراړخیز او ټولشموله حکومت جوړولو ته دطالبانو ډلې دهڅولو  لپاره کوشش چې په دغه  هیواد کې  داوسنیو بې ثباتۍ شرائطو ته دپاي ټکی کیښودلی شي،له افغانستان سره ئې په مختلفو برخو کې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤدپراختیا هرکلی هم کړی دی.

د دوواړخیزو مسئلو په خاصه توګه دتعقیبونې لپاره د  افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي منصوبول،د ګاونډيتوب او په سیمه ایز اړخ کې  د ایران په بهرنی سیاست کې  دافغانستان د لومړیتوب ښودنه کوي، چې ددواړو  لورو په اړیکو کې موجوده  موضوعګانې په لنډ وخت کې ارزولی اوپه باب ئې فیصلې کولی شي.

  سره له دې چې  ایرن د طالبانو دحاکمیّت په پړاؤ کې، دافغانستان له ولس سره د انسان دوستۍ دمرستو په وړاندې کولو او په دغه هیواد کې دثبات له ټينګولو سره  دمرستو لپاره  له نورو سیمه ایزو لوبغاړو سره  په  وو اړخیزو او څو اړخیزو  مشورو سره   هلوځلو ته دوام ورکړی دی،خو په کرتو ئې په دې موضوع هم ټینګار کړی دی چې د طالبانو د په رسمیّت پیژندنې شرط،په افغانستان کې دټولشموله حکومت جوړیداده چې د اوسنیو ترینګلتیاؤ او بحرانونو په کمولو کې نه انکاریدونکي اغیزې شیندلی شی.

 د طالبانو حکومت چې ډير زیات په نړیوالې انزوا کې دی  او په دې دلیل  له سختو اقتصادي ترینګلتیاؤ سره هم مخ دی،د ایران په شمول  له ګاونډیانو سره تجارتي او اقتصادی ملګرتیا ته ډير زیات ضرورت لري.