په افغانستان کې له طالبانو سره مبارزې ته دوام ورکوو
Aug 13, 2022 09:59 Asia/Kabul
په افغانستان کې د طالبانو دحکومت دمخالفانو مشر احمد مسعودپخپلو تر ټولو ورستیو څرګندونو کې وئيلی دي ،د طالبانو په وړاندې له مبارزې پرته بله هیڅ ټاکنه نشته .
احمد مسعود زیاته کړې ده،طالبان اصلاح اوروغې جوړې سره هیڅ ګروهنه نه لري او دغه راز د ټولشموله حکومت له جوړید او دخپل وروسته پاتې کړچار سمول هم نه غواړي.
له دې مخکې هم احمد مسعود وئیلي وو،که په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ نشي ،دغه هیواد به له سیاسی او اقتصادی پلوه منزوي شي.
داحمد مسعود دا څرګندونې په داسې حال کې دی چې د احمد مسعود دځواک له خوادلیږل شوي پلاوي یوه غړي محمد الماس زاهد په همداوروستیو کې وئيلی وو،له طالبانو سره په ناستې کې موافقه شوې چې دخبرواترو تر پاي پورې دیوه بل په ضد له پوځي حملې ډډه وکړي.
ټیګونه