د ایمن الظواهری وژله او  دطالبانو سرخوږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119706-د_ایمن_الظواهری_وژله_او_دطالبانو_سرخوږي
د الظواهري وژله باید دطالبانود  حکومت د په رسمیّت  پيژندنې بهیر چټک کړي څو طالبان دنیا ته دیوه مسئول حکومت په توګه ځواب ویونکي  شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2022 11:52 Asia/Kabul
  • د ایمن الظواهری وژله او  دطالبانو سرخوږي

د الظواهري وژله باید دطالبانود  حکومت د په رسمیّت  پيژندنې بهیر چټک کړي څو طالبان دنیا ته دیوه مسئول حکومت په توګه ځواب ویونکي  شي.

د طالبانو دموقته حکومت ویندوی ددې خبرې په کولو سره چې په کابل کې د القاعدې ترهه ګرې ډلې د سرغنې ایمن الظواهري په شتون  داطلاعاتي خلا یا تشې په دلیل د افغانستان د حکومت  هیڅ یوۀ مسئول کومه اطلاع نه درلوده،ووئیل؛ د الظواهري وژله باید دطالبانود  حکومت د په رسمیّت  پيژندنې بهیر چټک کړي څو طالبان دنیا ته دیوه مسئول حکومت په توګه ځواب ویونکي  شي.

 په افغانستان کې دالقاعدې د سرغنې  د وژل کیدا موضوع،د طالبانو لپاره په یوه جدي سرخوږي بدله شوې ده .

په افغانستان کې د القاعدې د مشر دوژل کیدا په باب دطالبانو ضد ونقیض  څرګندونې په دغې ډلې کې د داخلی اختلافاتو د زیاتیدا ښودنه کوي. د لومړنیو اطلاعاتو په اساس ،د القاعدې دلې مشر د حقاني لوري  سره د اړونده طالانو  دیوه شخصیّت میلمه ؤ چې حتی د طالبانو ترمینځ ئې خاورو ته دسپارلو  دڅرنګوالي په باب د نظر جدي اختلاف رابرسیره کړی دی.

داچې طالبان وبریښوي د الظواهری د وژل کیدا  د ارزونې لپاره د یوې کمیټې دجوړولو نیّت لري،یو ناغیړی  او  د وارداتي طالبانو له خوا د یوۀ دیکته شوي  وړانډې  تښتې په معنا اقدام حسابیږي چې په دې باب یوه په ځنډ سره شوي  ادعا هم بلل کیږي.

 داسې بریښي، دحقاني طالبانو لوری چې د پاکستان له استخباراتي ادارې آئي ایس  آئي سره  پیاوړي اړیکې لري،دا خیال ئې نه کاوۀ چې  د امریکا په اطلاعاتي او امنیتی لومې کې ښکیلیږي اود القاعدې ډلې د سرغنې وژله یو ډول د پاکستان د استخباراتي ادارو  سپکاوی هم حسابیږي.

 په دې باب د سیمې د چارو یو کارپوه علی واحدي  وائي،داسې ښکاري هغه طالبان  چې  الظواهري ئې  افغانستان ته دسفر لپاره بللی ؤ، له امنیتی او استخباراتي نظره ئې ، له خپلو سیمه ایزوملاتړو لازمې تائيدئې  اخستې وې.

په افغانستان کې وارداتي طالبانوله امریکا سره د دوحې په  هغې موافقې په سترګو پټولو سره چې  دطالبانو د ملاعبدالغني برادر څانګې له خوا شوي وه،کابل ئې وینوۀ. د واشنګټن له نظره،طالبانو نه یوازې په دغه اقدام سره  ددوحې دموافقې خلاف ورزي کړې،بلکې په افغانستان کې ئې ترهه ګرو ډلو ته په پناه ورکولو سره ئې په دې باب  سپينې ماڼۍ ته په ورکړل شوو خپلو ژمنو سترګې پټې کړي دي. له دې امله داسې بریښي،د امریکا له خوا د القاعدې ډلې د مشر ټارګټ کول لخ  نړیوالو قواعدو چې ورتیر شو،چې طالبان ورباندې ټينګار کوي،د طالبانو لپاره ئې ستر سرخوږی هم رامینځةکړی چې دنړیوالې پيژندنې غوښته کوي.

 په دې باب د افغانستان  د چارو یو کارپوه سید حسین حسیني هم وائي،دطالبانو  ډلبندي  او دددوي داخلی اختلافات په تیره بیا د افغانتسان  د ولس دښاریزو مسئلوباندې  او دغه راز له ترهه ګرو سره په ملګرتیا په سترګو پټولو  کې د دوي څوډلې کیدا،له مخکینیو دوو لسیزو سره په پرلته کې دطالبانو چلند نه یوازې پاکوي نه،بلکه د افغانستان  ولس  لازیات له سرخوږي سره  لاس او ګریوان کوي.

 په هرحال،طالبان چې په نړیواله سویه د په رسمیّت پيژندنې پسې دي،له بل هرشي زیات باید خپل داخلی اختلافات ختم کړي ا و د افغانستان دولس ګټو ته پابنده ووسي.که څه هم د دوحې دموافقې مادې په بشپړ ډول ایشوا شوي نه دي ،خو داسې نه  ښکاري، لاسوند بلل ئې، په سیمه ایز او نړیوال ډګر کې د طالبانو دمشکلاتو غوټه پرانیزي،ځکه  له مخکې سره په پرتله کې د طالبانو چلندي بیلګې  او کړنې نه یوازې بدلې شوي نه دي،بلکې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وینادا پاکستان دی چې د حقاني چینل په نامې سره د وارداتي طالبانو له لارې ئې په افغانستان کې په سیاست  جوړونو کې  دعمل نوښت ترلاسه کړی چې تر دې دمه د افغانستان   له ملی ګټې  او د ولس شهري حقوق سره په توپیر کې دي.

Image Caption