هرات کښې بم چاودنې ګڼ شمیر کسان مړه او ژوبل کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120484-هرات_کښې_بم_چاودنې_ګڼ_شمیر_کسان_مړه_او_ژوبل_کړي
صدای افغان خبري اژانس وايي د هرات امنیتي سرچینو تائید کړه چې په هرات کښې د ګازرګاه شریف جامع جومات مخ ته په ننۍ بم چاودنې کښې په یوشمیر لمونځ ګزارو سربیره د جومات خطیب مجیب الرحمان انصاري له دیارلسو ساتونکو سره یوځاې ووژل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2022 11:27 Asia/Kabul
  • هرات کښې بم چاودنې ګڼ شمیر کسان مړه او ژوبل کړي

صدای افغان خبري اژانس وايي د هرات امنیتي سرچینو تائید کړه چې په هرات کښې د ګازرګاه شریف جامع جومات مخ ته په ننۍ بم چاودنې کښې په یوشمیر لمونځ ګزارو سربیره د جومات خطیب مجیب الرحمان انصاري له دیارلسو ساتونکو سره یوځاې ووژل شو.

دغه بم چاودنه چې داعش ډلې یې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی د جمعې لمانځه له ترسره کیدا سر په یووخت شوي ده.

د افغانستان ځینو سرچینو د هرات د ننۍ بم چاودنې د مړو او د ژوبلو شمیر څه د پاسه سل تنه اعلان کړی دی.

ویل کیږي چې د طالبانو د موقته کومت د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال ملا برادر له بم چاودنې مخکې په جومات کښې وو خو تراوسه د  هغه د برخلیک په اړه معلومات نشته.

مولوي انصاري د طالبانو د حکومت  له کلکو ملاتړو دیني عالمانو یو و او څه موده مخکې یې په یوه غونډه کې ویلي وو چې که څوک د اوسني نظام (طالبانو حکومت) په مخالفت کې یو ډېر کوچنی  حرکت هم کوي، باید سر یې ووهل شي.

د ده دغو څرګندونو بېلا بېل غبرګونونه له ځانه سره لرل او تر ډېره د طالبانو د رژيم مخالفانو له توندو نیوکو سره مخ شو.د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مولوي مجیب الرحمان د ښځو د حجاب په اړه هم په توندو څرګندونو مشهور و او د پرځېدلي پخواني جمهوري نظام پر مسولانو به یې توندې نیوکې کولې چې ګواکې په هېواد کې د "اخلاقي فساد" مخه نه نیسي.

Image Caption