هرات کښې بم چاودنې ګڼ شمیر کسان مړه او ژوبل کړي
صدای افغان خبري اژانس وايي د هرات امنیتي سرچینو تائید کړه چې په هرات کښې د ګازرګاه شریف جامع جومات مخ ته په ننۍ بم چاودنې کښې په یوشمیر لمونځ ګزارو سربیره د جومات خطیب مجیب الرحمان انصاري له دیارلسو ساتونکو سره یوځاې ووژل شو.
دغه بم چاودنه چې داعش ډلې یې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی د جمعې لمانځه له ترسره کیدا سر په یووخت شوي ده.
د افغانستان ځینو سرچینو د هرات د ننۍ بم چاودنې د مړو او د ژوبلو شمیر څه د پاسه سل تنه اعلان کړی دی.
ویل کیږي چې د طالبانو د موقته کومت د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال ملا برادر له بم چاودنې مخکې په جومات کښې وو خو تراوسه د هغه د برخلیک په اړه معلومات نشته.
مولوي انصاري د طالبانو د حکومت له کلکو ملاتړو دیني عالمانو یو و او څه موده مخکې یې په یوه غونډه کې ویلي وو چې که څوک د اوسني نظام (طالبانو حکومت) په مخالفت کې یو ډېر کوچنی حرکت هم کوي، باید سر یې ووهل شي.
د ده دغو څرګندونو بېلا بېل غبرګونونه له ځانه سره لرل او تر ډېره د طالبانو د رژيم مخالفانو له توندو نیوکو سره مخ شو.د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مولوي مجیب الرحمان د ښځو د حجاب په اړه هم په توندو څرګندونو مشهور و او د پرځېدلي پخواني جمهوري نظام پر مسولانو به یې توندې نیوکې کولې چې ګواکې په هېواد کې د "اخلاقي فساد" مخه نه نیسي.