خلک دې د طالبانو دحکومت د پياوړتیا لپاره ملګرتیاوکړي
په افغانستان کې د طالبانود حکومت ویندوي په کابل پوهنتون کې په یولړ دستورو کې ووئيل، طالبان د نظام دستنو د پياوړتیا او دمشکلاتو د کنټرولولو لپاره دخلکو مرستې ته اړتیا لري.
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، دطالبانو دحکومت ویندوی ذبیح ا... مجاهد پرون په کابل پوهنتون کې د هیواد وضعیت،فرصتونه او چیلنجونه ؛نومې سمینار کې ووئيل، په هیواد کې دفتنو احتمال شته او د طالبانو حکومت ئې دمخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې کاروي.
دطالبانو دحکومت ویندوی پر ولس غږ کړی ، چې د نظام د ستنو دپياوړتیا لپاره دې له حکومت سره ملګرتیا وکړيڅود افغانستان مشکلات او چیلنجونه حل کړي. هغه زیاته کړې ده ،په افغانستان کې له جنګه وروسته ډير زیات فرصتونه اوچیلنجونه شته دي چې د نظام او ولس په ګډو ملګرتیاؤ اوهڅو سره دپرمختګ او ترقۍ په لور تللی شو .
د طالبانود حکومت د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست مولوی عبدلباقي حقاني هم پخپلو څرګندونو کې دهیواد دمشکلاتو او ستونزو په حل کې دتعلیمي اورګانونو رول ته په اشارې سره ووئيل، دا چې دافغانستان ولس دڅه دپاسه څلورو لسیزو راهسط د خپلو اسلامی او ملی ارزښتونو دساتنې لپاره وجنګیدل او وتوانیدل خپله خپلواکي ترلاسه کړي چې دا یو ویاړ دی .
هغه زیاته کړه،البته له خپلواکۍ وروسته هم خلک له ډيرومشکلاتو سره لاس اوګریوان دي چې ددغو مشکلاتو په ختمولو کې د هیواد علمی پلاوي غړي او د ښونې اورګانونو رول،ډير مهم دی.دکابل پوهنتون مشر اسامه عزیز هم د ټولنې د مشکلاتو په حل کولو کې د ښونیزو اورګانونو د څيړنیزو او علمی فعالیتونو دارزښ په باب خبرې وکړې. په کابل پوهنتون کې په دغه سمینار کې،یوشمیر حقوقوپوهو،څيړاندو او د پوهنتون استاذانو هم د افغانستان د وروستیو حالاتو په باب او په نظام کې د ښاریزو د رول په باب څرګندونې وکړې اولارې چارې ئې وړاندې کړې.