کابل کښې پوځي چورلکه لویدلې، اته کسان مړه او ژوبل دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120872-کابل_کښې_پوځي_چورلکه_لویدلې_اته_کسان_مړه_او_ژوبل_دي
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د دغې چورلکې د غورځیدو وجه تخنیکي نیمګړتیا بللې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2022 03:07 Asia/Kabul
  • کابل کښې پوځي چورلکه لویدلې، اته کسان مړه او ژوبل دي

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د دغې چورلکې د غورځیدو وجه تخنیکي نیمګړتیا بللې ده.

د افغانستان د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وویل چې پرون د کابل د پوځي پوهنتون په ساحه کښې د بلیک هاک ډوله پوځي هیلي کاپټر د نسکوریدو له امله دوه پایلټان او یو خدمه مړه او ۵ تنه نور ژوبل شول

د ایرنا د خبر له مخې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د دغې چورلکې د غورځیدو وجه تخنیکي نیمګړتیا بللې ده.

د ویلو ده چې د بلیک هاک په نامه زړې امریکايي چورلکې د افغانستان د تیر حکومت په وختو کښې د فني خرابیو په وجه زیاتره وختونه د مرګ ژوبلې سبب شوي او د دغه هیواد د هوايي ځواک یوه ستره ننګونه ګڼل کیدله.