افغانستان کښې د بشري حقوقو حالت خراب دی
طلوع نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د بښنې نړیوالې موسیې په افغانستان کښې د بشري حقوقو د حالت په اندیښمن بللو سره طالبان د ښاریزو د حقوقو رعایتولو ته وروبلل.
په افغانستان کښې د بشري حقوقو خلاف ورزیو ته د غبرګونونو په دوام کښې د بښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټي اینټرنیشنل په یوه لیک کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو له شورا وغوښتل چې په افغانستان کښې د بشري حقوقو د حالت د ملاتړ لپاره یو پریکړه لیک صادر کړي.
د بښنې په نړیوالې موسسې کښې د جنوبي اسیا د چارو څیړاند زمان سلطاني وویل: له دې سره په یووخت مونږ د ملګروملتونو د بشري حقوقو له شورا غواړو چې په افغانستان کښې د بشري حقوقو پراخې خلاف ورزۍ ته د ځواب د ویلو لپاره خپلواکه او بې طرفه نړیوال مکانیزم رامینځته کړي ځکه چې مونږ وینو چې د طالبانو واک ته په رسیدا سره د داخلي څارنې مکانیزمونه له مینځه تللي دي.
د بښنې د نړیوالې موسسې د غوښتنې له خپریدا وروسته طالبانو په افغانستان کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ ادعاګانې بې اساسه بللي دي.