افغانستان کښې د بشري حقوقو حالت خراب دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120890-افغانستان_کښې_د_بشري_حقوقو_حالت_خراب_دی
طلوع نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د بښنې نړیوالې موسیې په افغانستان کښې د بشري حقوقو د حالت په اندیښمن بللو سره طالبان د ښاریزو د حقوقو رعایتولو ته وروبلل.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 11, 2022 12:49 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د بشري حقوقو حالت خراب دی

طلوع نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د بښنې نړیوالې موسیې په افغانستان کښې د بشري حقوقو د حالت په اندیښمن بللو سره طالبان د ښاریزو د حقوقو رعایتولو ته وروبلل.

په افغانستان کښې د بشري حقوقو خلاف ورزیو ته د غبرګونونو په دوام کښې د بښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټي اینټرنیشنل په یوه لیک  کښې  د ملګروملتونو د بشري حقوقو له شورا وغوښتل چې په افغانستان کښې د بشري حقوقو د حالت د ملاتړ لپاره یو پریکړه لیک صادر کړي.

د بښنې په نړیوالې موسسې کښې د جنوبي اسیا د چارو څیړاند زمان سلطاني وویل: له دې سره په یووخت مونږ د ملګروملتونو د بشري حقوقو له شورا غواړو چې په افغانستان کښې د بشري حقوقو پراخې خلاف ورزۍ ته د ځواب د ویلو لپاره خپلواکه او بې طرفه نړیوال مکانیزم رامینځته کړي ځکه چې مونږ وینو چې د طالبانو واک ته په رسیدا سره د داخلي څارنې مکانیزمونه له مینځه تللي دي.

د بښنې د نړیوالې موسسې د غوښتنې له خپریدا وروسته طالبانو په افغانستان کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ ادعاګانې بې اساسه بللي دي.