Sep 17, 2022 04:54 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې ۱.۲ میلیونه ماشومانو ته د شري واکسین ولګیدل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، تېره اونۍ په افغانستان کې له ۱.۲ میلیونه ډېرو ماشومان ته د شري ناروغۍ واکسین تطبیق شوی دی.

 د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي چې تېره اونۍ د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې له پنځو کلونو کم عمره له يو ميليون او ۲۰۰ زره (۱۲ لاکو) ډېرو ماشومانو ته د شري ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې واکسين وهل شوي دي.

دغه کمپاین د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته او ملګرتیا ترسره شوی ترڅو په افغانستان کې د يادې ناروغۍ په مخنيوي کې مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د زمري په ۱۹ مه، په يو خپور شوي راپور کې راغلي وو چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د شري ناروغۍ پېښو له کمېدو سره سره د دې ناروغۍ نږدې ۶۵ زره پېښې ثبت شوې دي.

 

ټیګونه