د امریکا سپير سیاستونه او په کابل کې د افغانانو امریکاضد مظاهرې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121182-د_امریکا_سپير_سیاستونه_او_په_کابل_کې_د_افغانانو_امریکاضد_مظاهرې
 د کابل په زرګونو ښاریزو د امریکاضد مظاهرې په ترسره کولو سره ،د امریکا په وسیله دخپل هیواد دشتمنیو دکنګل کیدا دوام په کلکه محکوم  او ددغو اسعاري زیرمو پر آزادیدا ئې ټينګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2022 09:33 Asia/Kabul
  • د امریکا سپير سیاستونه او په کابل کې د افغانانو  امریکاضد مظاهرې

 د کابل په زرګونو ښاریزو د امریکاضد مظاهرې په ترسره کولو سره ،د امریکا په وسیله دخپل هیواد دشتمنیو دکنګل کیدا دوام په کلکه محکوم  او ددغو اسعاري زیرمو پر آزادیدا ئې ټينګار وکړ.

 د افغانستان د پلازمینې کابل خلکو یوځل بیا د امریکا په وسیله دخپل هیواد داسعاري زیرمو دکنګل کیدا په دوام باندې په اعتراض کې ستره مظاهره وکړه.

 د کابل په زرګونو ښاریزو د امریکاضد مظاهرې په ترسره کولو سره ،د امریکا په وسیله دخپل هیواد دشتمنیو دکنګل کیدا دوام په کلکه محکوم  او ددغو اسعاري زیرمو پر آزادیدا ئې ټينګار وکړ.

مظاهره چیانو د امریکا په ضد په شعارونو ورکولو سره ،پر خپلو حقوقو د بیرته اخستو باندې په ټينګار سره  د استکباري او استعماري کړیو په ضد هم شعارونه پورته کړل.

مظاهره چیانو  همداراز  دافغانستان په تیرو دوو لسیزو کې  دلویدیځي پوځيانو په تیره بیا دا مریکائي او انګریز پوځيانو په لاس د دغه هیواد د لکونو بې ګناه خلکو  وژلې ته په اشارې سره  ټينګار وکړ،دغه جنایتکاران  دې محاکمه شي.

د کابل د خلکو مظاهرې،په افغانستان کې د جنګ په پړاؤ کې  او همداراز په دغه هیواد کې د طالبانو بیرته قدرت ته په رسیدا کې  دسپينې ماڼۍ په سیاستونو داعتراضیه بهیر په دوام کې  دافغانستان داسعاري شتمنیو دکنګل کیدا په دوام کې دامریکا له ظالمانه سیاست سره په مخالفت کې دي.

امریکاچې د  ۲۰۲۱کال  په فرورئ کې په قطر کې له طالبانو سره په موافقې سره ئې په افغانستان کې د محمد اشرف غني د  حکومت د نسکوریدا او په دغه هیواد کې دقدرت ډګر ته دطالبانو دبیرته ستنیدا زمینه برابره کړه، دډيموکراسۍ د داغي کولو ،دمیرمنو دحقوقو دنه رعایتولو  او دټولشموله حکومت دنه جوړولو پشمول په مختلفو پلمو سره  دافغانتسان اسعاري شتمنۍ او زیرمې کنګل او مصادره کړي دي.

په افغانستان کې دطالبانو واک ته له رسیدا مخکې،د طالبانو دسختو کړچارونو په اساس دا اټکل  شته ؤ چې  ددغې ډلې بیا قدرت ته په رسیدا سره  داساسی قانون او جمهوریت پشمول په دغه هیواد کې د موجودې ډيموکراسۍ جوړښتونه  له مینځه لاړشي  او یو ځل بیا افغانستان د یوې خاصې قوم پالنې  نوي پړاؤ ته وارد شي.

د طالبانو د  حکومت په څه دپاسه یوه کال کې ،ددغې ډلې د ناخوښې حکمرانۍ دڅرنګوالی په باب اټکلونه چې د پراخو داخلی اوبهرنیو نیوکو سبب شوي ،سم دي.

له بدهمرغه  دطالبانو حکومت  د اساسی قانون،ډیموکراسۍ او د افغانستان د ولس په مختلفو اصولو باندې په سترګو پټولو سره  په سیاست  ملنډې وهلي دي او عملا ئې په دغه هیواد کې نور  قومونه او ډلې ټپلې څنګة کړي دي. 

 سره له دې چې د امریکایانو لپاره په بشپړ دول مشخصه وه چې  په افغانستان کې د طالبانو قدرت  ته رسیدابه،داقتدار پالنې او ډيموکراسۍ دکمزورتیا سبب شي، خو سپینې ماڼۍ په دې باب  په دغه هیواد کې د حکومت د بدلولو لپاره ورسره ډيره اغیزشیندونکي مرسته وکړه.

جالبه دا چې  د طالبانو په لاس دکابل له فتحه کیدا څو ورځې وروسته او ددغې ډلې له خواد دحکومت په جوړیدا پسې،دامریکا حکومت په مختلفو چټي پلمو سره  دافغانتسان  اسعاري زیرمې کنګل اومصادره کړې.

 دامریکا دغه اقدام سبب شو څو دطالبانو حکومت د افغانستان د ولس لومړنۍ اړتیاوې چې  له بهره ورته واردیدلې ، تامین نه کړائ شي اوپه ډير لنډ فرصت کې په افغانستان کې دخوراکي موادو د مصرف بازارونه،ډیر زیات انفلیّشن تجروبه کړي او همدا موضوع ، لومړنیو موادو،خوړو،درملو او روغتیائی شیانو اوتجهیزاتو ته دلاس رسي  دکمیدا سبب شي.

د امریکا دهمدغه سیاست دنتیجو له امله، مختلفو نړیوالو اورګانونوپه کرتو د افغانستان د  میلیونونو ښاریزو لپاره د لوږې اوقخطۍ دخطرې په باب خبرداري ورکړل او ټينګار ئې کړی چې  که  په دې باب نړیواله ټولنه د انسان دوستۍ دمرستو په باب مداخلت  ونه کړي،نو دغه هیواد به  له ستر انساني ناؤرین سره لاس اوګریوان شي.

 په اوسنیو شرائطوکې داسې ښکاري،ترڅو چې د امریکاحکومت  د افغانستان د ولس په وړاندې  له خپلو درز اچونکو او سپيرو سیاستونو لاس وانخلي،نو  ددغه هیواد ولس به هماغه شان ددغو سیاستونو قرباني وی.