طالبانو د تاجیکستان او د قیرغیزستان په جګړې اندیښنه وښودله
(last modified Mon, 19 Sep 2022 00:09:22 GMT )
Sep 19, 2022 04:39 Asia/Kabul
  • طالبانو د تاجیکستان او د قیرغیزستان په جګړې اندیښنه وښودله

فارس خبري اژانس وايي د افغانستان طالبانو د قیرغیزستان او د تاجیکستان ترمینځ سرحدي جګړه د سیمې د امنیت لپاره منفي وبلله او د خبرو اترو له لارې د سرحدي مشکلاتو په حل کولو یې ټینګار وکړ.

له پخواني شوروي څخه د مرکزي اسیا د خپلواکۍ د ترلاسه کونکو هیوادونو یو مشکل سرحدي اختلافات دي.

د سرحدونو په ټاکلو کښې شک  د مرکزي اسیا سیمې د هیوادونو ترمینځ د نښتو سبب شوی او قیرغیزستان او تاجیکستان هم له دغه چارې مستثنی نه دي.

د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټویټر پیغام کښې د قیرغیزستان او د تاجیکستان ترمینځ په سرحدي نښتو او دغه راز د دواړو هیوادونو په سرحدونو کښې د ملګي وګړو په کډوالیدا باندې خواشینۍ څرګنده کړه.

هغه په دوام کښې د نښتو منفي پایلو ته اشاره وکړه او ویې ویل د طالبانو موقته حکومت له تاجیکستان او قیرغیزستان څخه غواړي چې د خبرو اترو او د تفاهم له لارې سرحدي مشکلات حل کړي.