طالبانو وویل د تاجيکستان امنيتي انديښنې بې ځایه دي
په افغانستان کې د طالبانو وياند ذبيح ا... مجاهد بيا د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي،چې دوی په افغانستان کې هېچا ته د ترهګریزو فعالیتونو اجازه نه ورکوي. د ده په وينا، د تاجیکستان انديښنې بې ځايه دي.
د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد د افغانستان له خاورې د تاجیکستان د بهرنيو چارو وزارت امنيتي انديښنې رد کړې.
د تاجیکستان د بهرنيو چارو وزير سراجالدین مهرالدین څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې وويل،چې افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدلیدونکی دی.
د هغه په وينا، په وروستيو کې افغانستان ته د سیمې د ترهګرو ډلو د مشرانو د بیولو او ځای پر ځای کیدو د سيستماتيکو هڅو شاهد دي.
په افغانستان کې د طالبانو وياند ذبيح ا... مجاهد بيا د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي،چې دوی په افغانستان کې هېچا ته د ترهګریزو فعالیتونو اجازه نه ورکوي. د ده په وينا، د تاجیکستان انديښنې بې ځايه دي.
طالب وياند له تاجيکستان څخه غوښتي،چې خپلې اندیښنې دې دوی سره له نږدې شريکې کړي.