امریکې په ۲۰۲۱ کال کښې د ۱۲ افغانان په وژلو اعتراف وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121574-امریکې_په_۲۰۲۱_کال_کښې_د_۱۲_افغانان_په_وژلو_اعتراف_وکړ
پینټاګان وایي چې دولس ملکي افغاناان په دوه زره یوویشتم کال کې د امریکا د پوځي عملیاتو له امله مړه او پينځه ژوبل شوې دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 28, 2022 08:34 Asia/Kabul
  • امریکې په ۲۰۲۱ کال کښې د ۱۲ افغانان په وژلو اعتراف وکړ

پینټاګان وایي چې دولس ملکي افغاناان په دوه زره یوویشتم کال کې د امریکا د پوځي عملیاتو له امله مړه او پينځه ژوبل شوې دي

د امریکا دفاع وزارت د دغه هیواد کانګرس ته په یو رپورټ کښې  اعلان وکړ چې په تېر میلادي کال کښې د کابل هوایي ډګر ته نزدې په هوایي برید کې دولس ملکي کسان وژل شوې دي

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې پینټاګان وایي چې دولس ملکي افغاناان په دوه زره یوویشتم کال کې د امریکا د پوځي عملیاتو له امله مړه او پينځه ژوبل شوې دي.

سي این این د پینټاګان په حواله راپور ورکړی چې په دوي کې لس تنه د ۲۰۲۱ کال د اګست په نه ویشتم له افغانستانه د امریکا د وتلو له بشپړېدو یوه وروځ مخکې په کابل کې د پوځ د بې پایلټه الوتکې په حمله کې وژل شوې دي.

سي این این زیاتوي چې په لسو وژل شویو ملکیانو کښې اوه تنه ماشومان وو.

د بې پایلټه الوتکې له حملې وروسته د امریکا هوایي ځواک په دې اړه تحقیقات پیل کړل او د سنټکام د  هغه وخت قوماندان فران مکنزي هم د دغه پېښې په اړه بخښنه غوښتې ده.

هغه داده شوی و چې دا پېښه یوه غلطي وه.

د ویلو ده چې د امریکا د پوځي ځواکونو هیڅ مشر یا عسکر د دغې حملې په وجه نه دی جرمانه شوی.