د افغانستان د خلکو مشکلات بیخي ډیر شوي
زمونږ خبریال وايي افغانستان په نړۍ کښې د انرژۍ او د خوراکي شیانو د بیو د زیاتیدا له کبله د انفلاسیون له زیاتیدا سره مخامخ دی.
افغانستان همدا اوس د امریکا د عسکرو د شل کلن نیواک او د جنګ له کبله له انساني او اقتصادي کړکیچ سره مخ دی.
په افغانستان کښې د امریکا او د هغې د متحدو هیوادونو پوځي شتون او د جنګ له کبله د هیواد اقتصادي او روغتیايي بیخ بنایانې تباه شوي دي.
د نړیوال بانک نوی راپور وايي چې افغانستان په نړۍ کښې د انرژۍ او د خوراکي توکو د قیمتونو د زیاتیدا له کبله د انفلاسیون له ډیریدا سره مخ دی.
په عین حال کښې په افغانستان کښې د انفلاسیون ډیریدل او د ژوند د ضرورتونو د پوره کولو لپاره د معاشونو نه متناسبوالی سبب شوی دی چې د اساسي شیانو د رانیولو لپاره د هیواد د خلکو وس ډیر کم شي.
مخکې د افغانستان متوسطه کورنیو د خپل د اړتیا وړ ډول ډول شیانو د اخیستلو لپاره باید کابو دوه سوه ډالره لګولی خو اوس هغوې په دغو دوو سوو ډالرو سره یوازې د غوړو په شان ډیر ضروري شیان اخیستلی شي.
دغه شرایط سبب شوي دي چې د خواړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړي چې افغانستان په تیرو شلو کلونو کښې د قحطۍ له ترټولو جدي کړکیچ سره مخامخ شوی دی.
ملګروملتونو هم په ټول افغانستان کښې د اتلس میلیونه بې وزله خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره د یو میلیارډ ډالرو د مرستې غوښتنه کړي ده.
په دې زمینه کښې د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف په افغانستان کښې د بې وزلۍ د زیاتیدا په هکله په خبرداري سره وویل د افغانستان اوه نوي فیصده خلک له بې وزلۍ څخه د مخامخ کیدا په درشل کښې دي.