ایران په کابل کښې په ښوونیز مرکز ترهګره حمله وغندله
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د کابل په لویدیځ کښې په یو تعلیمي او ښوونیز مرکز باندې ترهګره حمله په کلکه وغندله
پرون سهار د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کښې په یو تعلیمي مرکز باندې د امتحان په وخت د ترهګرې چاودنې له امله لږترلږه ۳۲ تنه مړه او ۴۰ نور ژوبل شول.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د دغې ترهګرې حملې په غندلو سره وویل: په ځلميو زده کونکو باندې دا خونړۍ حمله یو غلیمانه او له دیني تعلیماتو او ابتدايي انساني اصولو خلاف اقدام دی او ترسره کول یې د عاملانو په لمنې او د ترهګرو د ملاتړو په لمنه باندې د شرم یو داغ دی.
هغه د افغانستان د خلکو لپاره د امنیت په تامینولو کښې د طالبانو د حکومت د چارواکو د مسئولیت په یادولو سره له غم لیدلو کورنیو سره غمرازي وکړه او د مړو لپاره یې د الهي رحمت او د زخمیانو لپاره یې د عاجلې شفا غوښتنه وکړه.
په کابل کښې د ایران سفارت هم د کابل په لویدیځ کښې ترهګره حمله چې د یوشمیر بیګناه کسانو په تیره بیا د زده کونکو هلکانو او جینکو د شهادت سبب شوه، په کلکه وغندله.
د افغانستان په مختلفو سیمو کښې ترهګرې چاودنې ښودنه کوي چې په دغه هیواد کښې د طالبانو د حکومت د ادعا په اپوټه دغه حکومت نه دی توانیدلی چې په کابل او د هیواد په نورو ښارونو کښې ضروري امنیمت ټینګ کړي.