په کابل نن بیا بم چاودنه شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121712-په_کابل_نن_بیا_بم_چاودنه_شوي_ده
زمونږ خبریال وايي نن ماسپښین د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې د مولانا جلال الدین بلخي ښوونځي ته نږدې چادونه شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2022 11:19 Asia/Kabul
  • په کابل نن بیا بم چاودنه شوي ده

زمونږ خبریال وايي نن ماسپښین د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې د مولانا جلال الدین بلخي ښوونځي ته نږدې چادونه شوې.

د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د کابل ښار په خیر خانې سیمه کې د یوې چاودنې د رامنځ‌ته کېدو پخلی کوی خو زیاتوي چې په‌دې پېښه کې چا ته زیان نه‌دی رسېدلی.

تر اوسه د دې پېښې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو داسې ښکاري چې په موټر پورې د نښلول شوي ماين له امله رامنځته شوې وي.

ددې پېښې مسووليت تراوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.