په کابل نن بیا بم چاودنه شوي ده
Oct 01, 2022 11:19 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي نن ماسپښین د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې د مولانا جلال الدین بلخي ښوونځي ته نږدې چادونه شوې.
د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د کابل ښار په خیر خانې سیمه کې د یوې چاودنې د رامنځته کېدو پخلی کوی خو زیاتوي چې پهدې پېښه کې چا ته زیان نهدی رسېدلی.
تر اوسه د دې پېښې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو داسې ښکاري چې په موټر پورې د نښلول شوي ماين له امله رامنځته شوې وي.
ددې پېښې مسووليت تراوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.
ټیګونه