د ښځو اعتراضونه د طالبانو په هوايي ډزو سره تیت پرک شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121728-د_ښځو_اعتراضونه_د_طالبانو_په_هوايي_ډزو_سره_تیت_پرک_شول
پرون په کابل کې د معترضو ښځو راټولیدنه د طالب ځواکونو په هوايي ډزو سره وپاشل شوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2022 01:12 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

پرون په کابل کې د معترضو ښځو راټولیدنه د طالب ځواکونو په هوايي ډزو سره وپاشل شوه

دغو ښځو د کابل په لویدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید د‌غندنې په موخه مظاهره کړې وه.

دوی ویلي چې طالبانو ورسره تاوتریخوالی کړی دی، خو طالبانو پر دې ادعا تبصره نده کړې.

هم مهاله یو شمیر نورو ښځو چې د کابل په ښوونې او روزنې پوهنتون کې راټولې شوې وې د "تعلیم زموږ حق دی" شعارونه ورکړل.

په کابل کې د ملګروملتونو سياسي نمايندګۍ دفتر يوناما ويلي، په کابل کې د ښځو تازه ځورونې خواشینونکې دي.

د یوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، يو شمير ښځو چې په هزاره ميشته سيمه کې پر يوه تعلیمې مرکز دجمعې ورځې له برید وروسته د خپلو ټولنو د لا زیات خونديتوب غوښتنه یې کوله، له نور تاوتریخوالی سره مخامخ شوې.

يوناما له طالبانو غوښتنه کړې چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او د سوله ییز لاریون د حق د مخنیوي په موخه وسله ونه کاروي.