په پکتیکا کې ( ۲۰۰) کیلو ګرامه نشه يي توکي نیول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121780-په_پکتیکا_کې_(_۲۰۰)_کیلو_ګرامه_نشه_يي_توکي_نیول_شوي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د مالیې وزارت خبر ورکړی چې د ګمرکونو د ساتني او یو لړ ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې کسانو په پکتیکا ولایت کې سلګونه کیلو ګرامه نشه یي توکي نیولي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2022 12:39 Asia/Kabul
  • په پکتیکا کې ( ۲۰۰) کیلو ګرامه نشه يي توکي نیول شوي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د مالیې وزارت خبر ورکړی چې د ګمرکونو د ساتني او یو لړ ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې کسانو په پکتیکا ولایت کې سلګونه کیلو ګرامه نشه یي توکي نیولي دي .

یاد وزارت ویلي چې (۲۰۰) کیلو ګرامه (چرس) یې د پکتیکا ولایت د انګور اډې په (سرحدي) ګمرک کې ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د مالیې وزارت یاد (۲۰۰) کیلوګرامه (چرس) د ډبرو سکرو په یو (مازدا) ډوله موټر کي چې ځای پر ځای شوي وو نیولي دي.

ویل کیږي دغه توکي ګاونډي هېواد پاکستان ته په غیرقانوني ډول انتقالیدل چې د ګمرکي ساتونکو له خوا یې د لیږدونې مخ نیوی شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د هلمند مرکز د (لښکرګاه) په ګډون په (باباجي) ولسوالۍ کې (۱۰) تنه کسان د غلا په تړاو او د بغلان د (خنجانو) ولسوالۍ د (دوشاخ) په ساحه او (پلخمري) ښار په  اړوندو سيمو کې  (۵) تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تړاو نیول شوي وو.