بندیزونه  د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمینځ واټن نوره هم زیاتوي
(last modified Mon, 03 Oct 2022 08:57:57 GMT )
Oct 03, 2022 13:27 Asia/Kabul
  • بندیزونه  د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمینځ واټن نوره هم زیاتوي

د طالبانو حکومت په کرتو ټينګار کړ دی د یوه روا حکومت درست شرطونه ئې برابر کړي دی. که څه د ملګروملتو امنیت شورا د طالب چارواکو د سفر د معافیّت دتمدیدولو یا ردولوپه باب دوه ځله غونډه ترسره کړې،خو ددغې شورا د غړو ترمینځ د نظرونو داختلافاتو په دلیل  دواړه ناستې بې نتیجې پاي ته رسیدلي دي.

د افغانستان  دطالبانو پر حکومت دنړیوالو د نیوکو له زیاتیدا سره سره  د طالبانو د ویندوي مرستیال  وائي،په نوی افغان حکومت د نړیوالو دبندیزونو دوام به د نړیوالې ټولنې او طالبانو د حکومت ترمینځ واټن نوره هم زیات  کړي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیرته واکوالۍ ترلاسه کولو یو کال تیریدا سره سره نړیوالې ټولنې  دغه ډله  دښاریزو په تیره د میرمنو  حقوقو او د ټولشموله حکومت  جوړولو ته د بې پامۍ په دلیل  تر دې دمه په رسمیّت نه ده پيژندلې .

 صدای افغان خبری آژانس راپور ورکړ، د طالبانو دویندوي مرستیال بلال کریمي بیګا پر نړیوالې ټولنې غږ کړیدی څو د طالبانو د حکومت په ضد دې د بندیزونو د ختمولو لپاره ګام پورته کړي.  دهغه په اند، ددغو بندیزونو په دوام سره د افغانستان او نړیوالې ټولنې  ترمینځ واټن به لازیات  شي.

څه دپاسه یوه میاشت کیږي،چې دطالبانو د لوړپوړو چارواکو د سفر معافیّت نیټه پاي ته رسیدلې ده،خو دغه چارواکي  له افغانستانه بهر سفر نشي کولی . نړیوالې ټولنې تل  دطالبانو پر حکومت دبندیزونو د ختمولو موضوع ،د ټولشموله حکومت له جوړیدا، د بشری حقوقو په تیره بیا د میرمنو  او انجونو د حقوقو له تامینولو  او د افغانستان له خاورې د ترهه ګرو ګواښونو له ختمولو سره مشروطه کړې او ټينګار ئې کړی دی،ددغو شرطونو تر نه پوره کیدا پورې به د افغانستان  نوی حکومت په رسمیّت ونه پیژني.

د طالبانو حکومت په کرتو ټينګار کړ دی د یوه روا حکومت درست شرطونه ئې برابر کړي دی. که څه د ملګروملتو امنیت شورا د طالب چارواکو د سفر د معافیّت دتمدیدولو یا ردولوپه باب دوه ځله غونډه ترسره کړې،خو ددغې شورا د غړو ترمینځ د نظرونو داختلافاتو په دلیل  دواړه ناستې بې نتیجې پاي ته رسیدلي دي.