افغانستان کښې د هزاره قوم نسل کشي باید بند شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121886-افغانستان_کښې_د_هزاره_قوم_نسل_کشي_باید_بند_شي
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د حزب وحدت اسلامي مشر محمد کریم خلیلي د هزاره قوم د نسل کشۍ د بندولو لپاره د فریاد په ملاتړ کولو سره ویلي دي چې نړیواله ټولنه په تیره بیا ملګري ملتونه باید دغه فریاد ته پام وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2022 01:25 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د هزاره قوم نسل کشي باید بند شي

شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د حزب وحدت اسلامي مشر محمد کریم خلیلي د هزاره قوم د نسل کشۍ د بندولو لپاره د فریاد په ملاتړ کولو سره ویلي دي چې نړیواله ټولنه په تیره بیا ملګري ملتونه باید دغه فریاد ته پام وکړي.

هغه پرون په یوه پیغام کښې وویل د کابل د کاج په زده کړې مرکز حمله غمیزه رامینځته کونکي او بوږنونکي وه او د دغه غمیزې د وژل شویو کسانو کورنۍ ، هزاره ټولنه او په ټول کښې د افغانستان خلک به تر مودې مودې پورې دغه غم هیر نکړي  خو د فریاد لپاره د خلکو په متحد ډول دریدل  د ښه راتلونکي زیری ورکونکی او تسلې ورکونکی دی.

په کابل کښې په کاج زده کړې مرکز باندې ترهګرې حملې پراخ اعتراضونه او غبرګونونه راپارولي دي.