د کابل په یوه جومات کې چاودنې لسګونه تلفات اړولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121930-د_کابل_په_یوه_جومات_کې_چاودنې_لسګونه_تلفات_اړولي_دي
د دغه روغتون پر اساس، دا سږ کال تر دې دمه په کابل کې ۲۳ پېښه ده چې ټپیان یې وروړل کېږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 06, 2022 01:40 Asia/Kabul
  • د کابل په یوه جومات کې چاودنې لسګونه تلفات اړولي دي

د دغه روغتون پر اساس، دا سږ کال تر دې دمه په کابل کې ۲۳ پېښه ده چې ټپیان یې وروړل کېږي.

 

د افغانستان دکورنیو چارووزارت وايي، دغه وزارت ته څېرمه په جومات کې د نننۍ چاودنې له کبله ۴ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل دي.

راپورونه وايي چې چاودنه په جومات کې دننه شوې ده.

د کورنیو چارووزارت ویندوی عبدالنافع ټکور رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې جومات د کورنیو چارو وزارت له انګړه دباندې دی او دې جومات ته اکثره عام خلک د لمانځه لپاره ورځي خو کله کله د کورنیو چارو وزارت ځینې مامورین هم په دغه جومات کې لمونځ ادا کوي.

د کابل د ایمرجنسي روغتون ډاکتران هم تاییدوي چې ۲۰ ټپیان وروړل شوي دي.

د دغه روغتون پر اساس، دا سږ کال تر دې دمه په کابل کې ۲۳ پېښه ده چې ټپیان یې وروړل کېږي.

دا چاودنه څو ورځې وروسته له دې وشوه چې د کابل په لوېدیځ کې په یوه ښوونیز مرکز کې چاودنې ۵۳ تنه ووژل او څه باندې ۱۰۰ تنه نور یې ژویل کړل.