کرزي د کابل د حملې له خپلوانو سره خواخوږي وکړه
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل د «کاج» د زده کړې د مرکز د ترهګرۍ حملې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي اعلان کړه.
د تیرې سپتمبر میاشتې په دیرشمه نیټه د کابل په لویدیځ کښې په دشت برچي شیعه میشته سیمې کښې د کاج د زده کړې په مرکز کښې په ترهګرې بم چاودنې کښې تراوسه له پنځوسو څخه زیات کسان مړه شوي او یوسل لس نور ژوبل شوي چې اکثره یې ځوانې ښځینه محصیلینې وې.
د دغه حملې ذمه واري داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستي ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون د کابل د کاج د زده کړې په مرکز باندې د حملې د وژل شویو کسانو له ځینو کورنیو سره د خواخوږۍ د اعلانولو لپاره له هغوې سره کتنه او خبرې وکړې.
حامد کرزي په دغه کتنې کښې وویل د افغانستان ټول ملت د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کښې د شهیدانو په غم کښې عزادار دی.
په افغانستان کښې په تیرو میاشتو او اونیو کښې بیلاسیمو په تیره بیا کابل او مختلفو سیمو او دغه راز مزار شریف او قندهار کښې ډیرې بم چاودنې او ترهګرې حملې شوي چې له کبله یې په سلګونو بې ګناه خلک مړه او ژوبل شوي.
د اکثرو حملو مسوولیتونه داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستي دي.
داعش وهابي ډله سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، کاناډا، امریکا، بریتانیا ، فرانسې ، بحرین، اردن ، صهیونیسټ رژيم او نورو عربو او اروپايي هیوادونو خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره جوړه کړي ده.