هندوستان افغانستان ته نورې طبي مرستې هم ولیږدولې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122180-هندوستان_افغانستان_ته_نورې_طبي_مرستې_هم_ولیږدولې
 د هند خارجه وزارت په دغې خبرتیا کې وئيلي دي ،تر دې دمه  ئې  افغانستان ته دکرونا ضد پنځه لکه ډوزه واکسنو پشمول پنځّه څلویښت  ټنه درمل او طبی تجهیزات  لیږدولی دی .   
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 12, 2022 01:43 Asia/Kabul
  • هندوستان افغانستان ته نورې طبي مرستې هم ولیږدولې

 د هند خارجه وزارت په دغې خبرتیا کې وئيلي دي ،تر دې دمه  ئې  افغانستان ته دکرونا ضد پنځه لکه ډوزه واکسنو پشمول پنځّه څلویښت  ټنه درمل او طبی تجهیزات  لیږدولی دی .   

صدای افغان خبری اژانس راپور ورکړ، د هندوستان د درملو او طبی تجهیزاتو دیارلسمه  ستره جوپه هم  د افغانستان کابل ته ورسیده.

په راپور کې وئيل شوي دي ، دهندو ستان د خارجه وزارت  په خبرتیا کې  راغلي دي ، په دغې مرستندویه جوپې کې درمل طبي تجهیزات او  د افغانستان د روغتیائي چارو د برخې  داړتیا وړ نور شیان  د کابل د ماشومانو د درملنې  مرکز ته لیږدل شوي دي.

دغه مرستې د ملګروملتو په ملګرتیا سره ،دکابل د  ماشومانو د ؛ایندرا ګاندهي  طبی مرکز مسئولانو ته  رسول شوي دي.

 د هند خارجه وزارت په دغې خبرتیا کې وئيلي دي ،تر دې دمه  ئې  افغانستان ته دکرونا ضد پنځه لکه ډوزه واکسنو پشمول پنځّه څلویښت  ټنه درمل او طبی تجهیزات  لیږدولی دی .